د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

دفاع وزارت هڅه کوي بروکسل ناسته کې د ناټو لا ډېره همکاري راجلب کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي هڅه کوي چې د بروکسل په ناسته کې د ملي اردو د سمبالښت لپاره د ناټو لا ډېره همکاري جلب کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع سرپرست وزیر به د ملي اردو د سمبالتیا لپاره هغه طرحې چې د ده په وینا ډېر کار پرې شوی د بروکسل په ناسته کې شریکې کړي.

رادمنش: څلور کلن پلان چې موږ ورباندې په موفقیت کار کړی.
رادمنش: څلور کلن پلان چې موږ ورباندې په موفقیت کار کړی.

دا چې دغه طرحې په کومو برخو کې دي او څومره کولای شي د ناټو غړي هېوادونه قانع کړي ښاغلی رادمنش‌یې په اړه وايي:

"څلور کلن پلان چې موږ ورباندې په موفقیت کار کړی، د فساد په مقابل کې د مبارزې، د ملي اردو د بیارغونې، په اردو کې د ځوان او مسلکي کادرونو ځای پر ځای کول او د کشف او د استخباراتو د تقویې په برخو کې به خبرې وشي."

د ناټو د دفاع وزیرانو ناسته به د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل او تر درېیو ورځو به دوام وکړي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی چې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د افغانستان د حالت په اړه بحث کېږي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې افغان حکومت په دغه ناسته کې پر پاکستان د فشار راوړلو هڅې کوي.

ناټو دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۳ زره سرتېري لري خو دغه سرتېري په جګړه کې برخه نه‌اخلي او یوازې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سمبالښت او سلا مشورې په برخو کې همکاري کوي.

په افغانسان کې دامهال ۱۳زره د ناټو سرتېري دېره دي.
په افغانسان کې دامهال ۱۳زره د ناټو سرتېري دېره دي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې امریکا او د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

خو اوس افغان حکومت تمه لري چې حالت ته په کتو نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو سمبالولو ته هم پاملرنه ډېره کړي.

د چارو ځيني کتونکي که څه هم د افغان ځواکونو سمبالول مهم بولي خو په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ترهګرو د ځالو له‌منځه وړل حتمي ګڼي.

ناصر شفیق په دې اړه وايي:

"د افغان ځواکونو تجهیر او سمبالنه په کار ده، اما دا هم ضروري ده چې پر هغه ځای فشار راوړل شي له کومه ځایه چې جګړه رهبري کېږي."

د ښاغلي شفیق په خبره افغان حکومت باید د ځواکونو د سمبالښت او پر پاکستان د فشار تر څنګ په خپله په افغانستان کې هم د جګړې انګېزې له‌منځه یوسي.

د ناټو د دفاع وزیرانو دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې امریکايي جنرالان په افغانستان کې د جګړې د کابو کولو په هدف د موجوده ستراتېژۍ د نوي کولو لپاره له افغان چارواکو سره په سلا مشورو بوخت دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG