د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

نوازشریف د کشمیر په اړه د امریکا چوپتیا خواشینوونکې بللې


د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ د هغه څه په اړه خواشیني ښودلې ده چې ده په کشمیر کې د هندوستان له‎خوا د بشري حقونو پر سرغړایو د واشنګټن چوپتیا بللې ده.

نوموړی د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی و، چېرته چې ورته د بهرنۍ پالیسۍ پر بېلابېلو اړخونو معلومات ورکړل شوي.

داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي واشنګټن ته د هند د صدراعظم نريندرا مودي سفر او هلته د ولسمشر ټرمپ په شمول له لوړ پوړیو چارواکو سره د نوموړي تودو لیدو کتو یو څه غوسه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نریندرا مودي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نریندرا مودي

د نواز شریف له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی و او هلته ورته پر نورو سیمه‎ییزو مسئلو سربېره، د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو واشنګتن ته د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي د سفر جزئیات هم ورکړل.

نريندرا مودي تېره اونۍ په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ سره وکتل او دواړو خواوو په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پر ګډ کار ټینګار وکړ.

د نواز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د هندوستان او امریکا ګډې اعلامیې ته په اشاره د نواز شریف له قوله ویل شوي، په دې اعلامیه کې په کشمیر کې د هندي ځواکونو له‎خوا په زور زیاتي بشپړه خاموشي خپله شوې ده.

د جمعې په ورځ د شریف دا څرګندونې وروسته له هغې وې چې په اسلام‎اباد کې لوړ پوړی هندي ډیپلوماټ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و او نوموړي ته په کشمیر کې د وروستیو نښتو په اړه چې د امنیتي ځواکونو په ډزو یو شمېر مظاهره کوونکي ووژل شول، د پاکستان اعتراض وړاندې شو.

کشمیر
کشمیر

هندي چارواکي بیا پاکستان په کشمیر د وسله‎والو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان ادعا کوي چې دغو وسله‎والو ته یوازې اخلاقي او سیاسي ملاتړ برابروي.

د نواز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو په وزارت کې ښاغلي شریف ته د خلیج په وروستي کړکېچ، په افغانستان کې په روان وضعیت چېرته چې په دې وروستیو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی، د روسیې او چین سره د پاکستان پر اړیکو او همدارنګه د امریکا په شمول له ځینو نورو هېوادونو سره د پاکستان په اړیکو معلومات ورکړل شوي.

د نوازشریف له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې شریف له چین سره د پاکستان پر ستراتیژیکو اړیکو ډاډ ښودلی او د دغه هېواد هغه هڅې یې هم ستایلي چې غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکې بهتره شي.

ښاغلي شریف همدارنګه له امریکا سره د ستراتیژیک ډیالوګ او له روسیې سره د ټینګو اړیکو په لرلو هم ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG