د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

پاړه چنار کې د پوځ له مشر سره تر لیدو وورسته احتجاج پای ته ورسېد


د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې ځايي اوسېدونکو په دې ښار کې د ورووستیو ترهګریزو بریدونو پرضد احتجاج د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیدنې او د هغه تر ډاډ او ژمنو وروسته پای ته رسولی.

دغو احتجاج کوونکو ویل تر هغه چې صدراعظم نواز شریف یا د پوځ مشر نه وي ورغلی، دوی به احتجاج ته دوام ورکوي او همداشان یې د ترهګریزو بریدونو د پلټنو، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د هغو امنیتي سرتېرو د لرې کولو غوښتنه کوله چې پر احتجاج کوونکو یې ډزې کړې وې.

د رسنیو د راپورنو له مخې، د پاړه چنار اوسېدونکو دغه احتجاج تر هغې وروسته پای ته رسولی چې د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه د جمعې په ورځ د سیمې سفر وکړ، له احتجاجیانو او ځايي مشرانو سره یې ولیدل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د سیمې پر امنیت یې خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر.
د پاکستان د پوځ مشر.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال اصف غفور له رسنیو سره په خبرو کې وویل، جنرال باجوه د احتجاجیانو په غوښتنه پاړه چنار ته تللی او په خبره یې چې د پاړه چینار په ګډون د ټول ملک حفاظت د پوځ په لومړیتوبونو کې دی.

نوموړي همداشان ترهګري یو لعنت وباله او د ماتې ورکولو لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ:

"د ټول پاکستان امنیت او خلک یو برابر دي، موږ باید د ترهګرۍ دغه لعنت ته په ګډه ماتې ورکړو، د احتجاج کوونکو چې کومې غوښتنې دي، په هغو کې ځينې سیاسي او ځینې امنیتي دی، کومې چې د امنیت له پلوه دي، د پوځ مشر د هغې جاج اخېستو حکم ورکړی دی، تاسو ګورئ چې د پوځ اضافي دستې هلته وروړل شوې دي او د ښار خوندیتوب په نامه یوه امنیتي پروژه هم روانه ده او پر هغه به ښه کا رووایي کېږي."

له بلې خوا بیا د پوځ مطبوعاتي دفتر د پوځ د مشر د دور ې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي چې جنرال جاوید قمر باجوه له قبایلي مشرانو سره په لیدنه کې د سیمې د ملېشه ځواک د مشر د بدلولو، پر احتجاج کوونکو د ډزو د تحقیقاتو او د پېښې د مسؤلینو د نیولو، د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره د مرستې او د پاړه چنار د خوندیتوب لپاره د خوندي ښار پروژې پیلولو اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د جمعې په ورځ د پاړه چنار دوره کړې، له احتجاج کوونکو او قبایلي مشرانو سره یې لیدلي او په سیمه کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو خواشیني ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې په پاړه جنار کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو پرخلاف پر پاړه چنار سربېره، په اسلام اباد، پېښور، کراچۍ او نورو بېلابېلو ښارونو کې هم احتجاجي مظاهرې شوې وې.

د پاړه چنار چاودنه.
د پاړه چنار چاودنه.

دا په داسې حال کې ده چې په پاړه چینار کې دد ښارښار اوسېدونکیو په پې اې چوک کې تر هغې وروسته احتجاج پیل کړ، چې د تیرې جمعې په ورځ د پاړه جنار په توري مارکیټ کې پرله پسې دوه چادنې وشوې، چې ۷۵ کسان یې ووژل او تر ۲۰۰ زیات یې ټپیان کړل.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG