د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د کوټې او پاړاچنار په چاودنو کې د وژل شويو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد


په کوټه کې د پوليسو د عمومي قوماندان دفتر ته نېږدې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ديارلسو تنو ته ورسېد چې په هغوى کې اته تنه پوليس عسکر، يو ډاکټر، يوه ښځه او درې نور عام خلک دي او شااوخوا شل تنه پکې ټپيان دي چې په هغوى کې هم نهه تنه پوليس عسکر او نور عادي لارويان دي.

پوليس چارواکي وايي، په دې چاودنه کې ۷۵کېلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي چې په يوه سپين کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او داسې ښکاري چې چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې ده، خو د پوليسو د عمومي قوماندان په دفتر کې کارکوونکى يو عيني شاهد رحمت الله د چاودنې په اړه وايي:

"ما خپله وظيفه تر سره کوله چې چاودنه وشوه، سپين موټر وو، ځانوژونکى شاوخوا اوولس اتلس کلن ځوان پکې سپور وو، موټر يې د پوليسو د مشر د دفتر خواته راووست، هلته موټر ور بند شو، بيا يې دې خواته ښوونځي ته څېرمه د پوليسو پوستې ته راووست، پوليسو يې تالاشي اخيستله، زه يې هم خواته ور روان وم چې په دې وخت کې چاودنه وشوه."

د دې چاودنې مسؤليت د پاکستاني طالبانو له تحريکه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلى دى.

بل لور ته د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ په مرکز پاړا چنار کې په پرونيو غبرګو چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېر پنځه دېرشو تنو ته رسېدلى دى او شاوخوا اتيا تنه پکې ټپيان دي.

د پاړاچنا د پرونۍ چاودنې قربانیان.
د پاړاچنا د پرونۍ چاودنې قربانیان.

د پاکستان د دولتي ټلوېزیون د خبر په اساس دغه غبرګې چاودنې پرون ماځيګر د پاړاچنار بازار په طوري مارکېټ کې هغه وخت وشوې چې خلک د روژه مات لپاره په سودا اخيستلو بوخت وو.

په پاړاچنار کې د روان کال په مارچ کې هم يوې امام بارګاه ته نېږدې بمي چاودنې څلرويشت کسان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي وو، تر هغه وړاندې په جنوري کې هم يوې بلې چاودنې تر شلو زيات کسان وژلي او شااوخوا دېرش نور يې ټپيان کړي وو چې مسؤليت يې جماعت الاحرار ډلې منلى وو، خو د پرونيو چاودنو مسؤليت لا کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

د پاکستاني پوځ له خوا په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې د کوټې او پاړاچنار پرونۍ تروريستي حملې د پولې پورې غاړې ته د پټو وسله والو له خوا تنظيم شوې وې.

د پاړاچنار د چاودنې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د پاړاچنار د چاودنې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د پوځ د عامه اړيکو مسؤل بريد جنرال اصف غفور د «اى ايس پي ار» له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې تر پرونيو چاودنو وروسته يې له افغانستان سره پر ګډه پوله امنيت سخت کړى دى.

په اعلاميه کې ويل شوي چې پرونۍ چاودنې له هغو وسله والو سره تړاو لري چې د پاکستان تر پولو دباندې پناه ځايونه لري.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د کوټې او پاړاچنار پرونۍ تروريستي حملې په کلکه غندلې دي او د وژل شويو کسانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ده خپلو امنيتي ادارو ته امر کړى چې په داسې پېښو کې لاس لرونکي کسان ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

صدراعظم نواز شريف سمدستي د دغو بريدونو مسؤليت پر چا نه دى ور اچولى

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG