د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۴

د کورمه اېجنسۍ بمي چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ته پورته شو


افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې چارواکي وايي چې د مسافرو پر یوه موټر د سړک غاړې بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ ته پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې چې د سې شنبې په ورځ سهار د کورمې اېجنسۍ په ګودر نومې سیمه کې د مسافرو پر یوه موټر د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې ۲۳ ملکي کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځايي حکومتي او روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي او په خبره‌یې چې د پېښې نهه ټپیان د درملنې لپاره د پاړاچنار او پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کورمې اېجنسۍ یوه روغتیايي چارواکي مجاهد خان له فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د دغې بمي چاودنې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یادې اېجنسۍ یوه انتظامي چارواکي عبدالمالک د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وویل چې دغه موټر د کورمې اېجنسۍ د مرکزي ښارګوټو "صدې" او "پاړه چنار" پر لار و چې چاودنه پرې شوې ده.

دی زیاتوي:

"دا ګودر چې موږ سره په منځني کورم کې اهل تشیع دي، هغوی په پېک‌اپ کې روان وو چې پرې چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې دا کسان وژل شوي دي."

کورمه اېجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي.

له تېرې اوږدې مودې راهیسې په دې سیمه کې پر شیعه‌ګانو او ملکي کسانو د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو لړۍ روانه ده چې تر دې دمه په‌کې سلګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

د روان کال په جنورۍ کې د همدې اېجنسۍ د مرکز پاړاچنار په سبزي منډيي کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او بیا وروسته د مارچ میاشت په ۳۰مه نېټه د کورمې اېجنسۍ په مرکزي بازار کې هم چاودنه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې ۲۸ کسان ووژل شول او مسؤلیت‌یې د تحریک طالبان پاکستان جماعت‌الاحرار وسله‌والې ډلې ومانه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په کورمه اېجنسۍ کې د ملکي کسانو پر موټر د بمي چاودنې مسؤلیت هم جماعت‌الاحرار وسله‌والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

له بلې‌خوا بیا امنیتي ځواکونو په کورمه اېجنسۍ کې تر دغې بمي چاودنې وروسته د پېښې په سیمه کې تلاشي عملیات کړي، خو د دغې پېښې په تړاو یې لا تر دې دمه د چا د نیولو خبر نه‌دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف، د کورنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو سیاستوالو په کورمه اېجنسۍ کې د مسافرو پر موټر بمي چاودنه کې د ملکي کسانو وژل غندلي او د ټپیانو د ښې درملنې امر یې ورکړی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG