د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د کورمې اېجنسۍ قبایلي سیمه کې بمي چاودنې ۱۰ کسان وژلي


افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمې کورمه اېجنسۍ کې چارواکي وايي چې د مسافرو پر یوه موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې اېجنسۍ ځايي حکومتي چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د کورمې اېجنسۍ په (ګودر) نومې سیمه کې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په‌کې وژل شوي او ۸ نور په‌کې ټپیان دي.

چاراوکي وايي چې د پېښې ټپیان‌یې د درملنې لپاره د کورمې اېجنسۍ دولتي روغتون ته لېږدولي دي.

له بلې‌خوا بیا د کورمې اېجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې یوې باخبرې ځايي سرچینې د نوم او غږ نه‌خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د پېښې ټپیان د یادې اېجنسۍ صدې روغتون ته وړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه‌دی او به خبره‌یې، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې او په شااوخوا سیمو کې یې تلاشي عملیات کړي دي.

په عین حال کې بیا د کورمې اېجنسۍ یوه روغتیايي چارواکي مجاهد خان له فرانسپرس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د دغې بمي چاودنې په وژل شویو کسانو کې ۲ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر همدا شان وایي چې سیمې ته‌یې یوه «MI-17» هلیکوپټره ورلېږلې، څو د پېښې شدید ټپیان د درملنې لپاره د پېښور پوځي روغتون ته راوړي.

کورمه اېجنسۍ افغان پولې ته څېرمه قبایلي اېجنسۍ ده چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي.

له تېرې اوږدې مودې راهیسې په دې سیمه کې پر شیعه‌ګانو او ملکي کسانو د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو لړۍ روانه ده چې تر دې دمه په‌کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د روان کال په جنورۍ کې د همدې اېجنسۍ د مرکز پاړاچنار په سبزي منډيي کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او بیا وروسته د تېرې مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه د کورمې اېجنسۍ په مرکزي بازار کې هم چاودنه وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په‌کې ۲۸ کسان ووژل شول.

که څه هم په کورمه اېجنسۍ کې د مسافرو پر موټر د نننۍ بمي چاودنې مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په دغې سیمه کې د تېرو دوو خونړیو بریدونو مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان جماعت‌الاحرار ډلې منلی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کورمه اېجنسۍ کې د مسافرو پر موټر بمي چاودنه غندلې او د ټپیانو د ښې درملنې امر یې ورکړی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG