د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د عوامي نېشنل ګوند ځینې مشران: حکومت پاړاچنار ته پام نه دی کړی


د عوامي نېشنل ګوند ځینې مشران وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت د پاړاچنار پېښې او د هغې قربانیانو ته پام نه دی اړولی.

د دغه ګوند دغو چارواکو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ مازیګر د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې، د پاړاچنار د پېښې د هغو۲۴ ټپیانو د پوښتنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې کړي چې دا مهال په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د عوامي نېنشل ګوند یوې مخکښې مشرې بشرا ګوهر په روغتون کې د پېښې د ټپیانو تر پوښتنې وروسته د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ لامل د حکومت ناسمه پالیسي وبلله او د پاکستان له صدراعظمه یې وغوښتل چې له د قبایلو سره دې کړې ژمنې پرځای کړي:

"زه یو صدراعظم ته یومیسج «پېغام» ورکول غواړم چې په کورمه کې څه روان دي او دا څلورمه ورځ ده چې خلک ناست دي او لا اوسه پورې هغوی سره د چا ملاقات نه دی شوي، دا د هغو غلطو پالیسو قربانیان دي، دا پالیسۍ بدلول غواړي، نو زما خیال ده چې صدراعظم دې اوس پوهه شي چې هغه له قبایلي خلکو سره کومې وعدې کړي، هغه پوره شي."

د عوامي نېشنل ګوند چارواکو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجاب صوبې په بهاولپور کې د تېلو په یوه ټانکر کې تر اور لګېدنې وروسته چې لږ تر لږه ۱۵۷ کسان یې مړه او لسګونه نور یې ټپیان کړل، د دغې پېښې د ټپیانو پوښتنې ته ورغی او د پېښې د قربانیانو له هرې کورنۍ سره یې د ۲۰ لکو روپیو د مرستې اعلان وکړ.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف.

د عوامي نېنشل ګوند د چارواکو ترڅنګ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم پاړاچنار او کویټه کې تر چاودنو وروسته دغه سیمو ته د صدراعظم نواز شریف پر نه ورتګ نیوکه کړې او پر خپلې ټویټر پاڼې يې دا له بلوچستان صوبې او قبایلي سیمو سره "توپیري چلند" بللی دی.

له بلې خوا د رسنیو د راپورونو له مخې، په پاړاچنار کې د تېرې جمعې تر خونړیو بریدونو وروسته د پاړاچنار په پي.اې چوک کې د دې سیمې اوسېدونکو احتجاجي ناسته پیل کړې چې لا هم دوام لري او ټینګار کوي چې دا احتجاج به تر هغې دوام وکړي، ترڅو یې حکومت غوښتنې ونه مني.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې ورځ په پاکستان کې خونړۍ ورځ وه چې لومړی پکې په کویټه کې د پولیسو د مشر د دفتر مخې ته ځانمرګی برید وشو چې لږتر لږه ۱۳ تنه یې ووژل، بیا وروسته په پاړاچنار کې غبرګې خونړۍ چاودنې وشوې چې تر ۲۰۰ زیات کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG