د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

په پاړاچنار کې د غبرګو چاودنو د وژل شویو شمېر ۴۵ ته ورسېد


افغان پولې ته څېرمه د کورمې ایجنسۍ د قبایلي سیمې په مرکز پاړاچنار کې چارواکي وايي چې د پاړاچنار په توري بازار کې د دوو پرله پسې چاودنود وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ ته رسېدلی او تر ۲۵۰ زیات ټپیان دي.

د پاکستان حکومتي رسنۍ د پاړاچنار د ځايي حکومتي چارواکو په حواله وايي، دا چاودنې د جمعې په ورځ مازدیګر د پاړاچنار په طوري بازار کې د درېو دقیقو په واټن کې هغه مهال شوي چې خلک د روژه ماتي او د کوچني اختر لپاره د سودا پراخیستلو بوخت ول او په بازار کې زښته زیاته ګڼه ګوڼه وه.

که څه هم د پاړاچنار چارواکو لا تر دې دمه ددغو بریدونو د څرنګوالي په اړه په حتمي توګه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان په ملي اسمبلۍ د کورمې ایجنسۍ غړي ساجد حسین توري له رسنیو سره به خبرو کې د عیني شاهدانو په حواله دا ځانمرګي بریدونه وبلل.

نوموړي همداشان وويل،د پاړاچنار په توري مارکېټ کې لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وشوه خو چې کله خلک د چاودنې په ځای کې راغونډ شول نو بيا يوه زوروره چاودنه وشوه چې غږ یې څو کېلومټره پورې واورېدل شو:

"دا یوه ډېره مصروفه سیمه ده ا په توري مارکېټ کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وي، زما د معلوماتو له مخې، لومړی وړه چاودنه شوې وه چې دومره تاوان یې نه و اړولي، خو دویمه چاودنه ډېره زوروره وه او ډېر زیات زیان یې اړولی دی، خو موږ اوس په دې لړ کې له افسوس او غندلې پرته څه کولای شو.؟"

د پاړاچنار د چارواکو په خبره، امنیتي ځواکونو تر چاودنو وروسته سیمه محاصره کړې، د پېښې ټپیان ځايي او د پېښور ښار پر لیډي ریډینګ او سي ایم ایچ روغتونونو ته وړي او زیاتوي چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

پاړاچنار افغان پولې ته څېرمه دد کورمې ایجنسۍ مرکز دی چې ډېری اوسېدونکی یې شیعه ګان دي او وخت ناوخته پکې د شیعه ګانو او سنيانو ترمنځ د مذهبي تاوتریخوالي پېښې رامنځته کېږي.

د پاړاچنار نقشه.
د پاړاچنار نقشه.

​دا په روان کال کې په پاړاچنار کې د ترهګرۍدرېیمه خونړۍ پېښه ده چې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړوي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د پوځ مشر په پاړاچنار کې بمي چاودنې غندلي او په پاکستان کې د ترهګرۍ د نوې څپې تررامنځته کېدا وروسته په ټول هېواد کې د امنیتي تدابیرو د لا کلکولو حکم ورکړی دی.

له بلې خوا بیا د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې مرګوني ټپیان یې د هیلیکوپټر له لارې د درملنې لپاره پېښور ته راوړي دي.

د دغې څانګې مسؤل میجر جنرال اصف غفور پر خپلې ټویټر پاڼې همداشان ویلي چې په پاکستان کې د اوسنیو ترهګریزو بریدونو تړاو له پولې غاړې سره دی او زیاتوي چې تر بریدونو وروسته یې له افغانستان سره پر پوله امنیت لا سخت کړی او له پولې په غېر قانوني توګه اوښتونکي په له سخت قانوني چلند سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په پاړاچنار کې ددغو خونړي ترهګریز برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG