د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې سیاسي توپان جوړېدونکی دی؟


"له دې چې د یو شمېر قومي اقلیتونو مشرانو له ولسمشر اشرف غني سره پرېکون اعلان کړ او د اصلاحاتو او د مظاهرو خبرې کوي، برېښي چې په افغانستان کې سیاسي توپان جوړېدونکی دی."

دا په افغانستان کې پر سیاسي وضعیت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د دفتر د مشرې، پامېلا کانسټبل د وروستۍ مقالې سرلیک دی.

کانسټبل په دې مقاله کې لیکلي:

د افغانستان د درېیو عمده قومي اقلیتونو د ګوندونو مشرانو چې ټول د اشرف غني په حکومت کې لوړې چوکۍ لري، له ترکیې خپل ائتلاف اعلان کړ، د اصلاحاتو لپاره د غوښتنو یو لېست یې وړاندې کړ او خبرداری یې هم ورکړ چې که يې غوښتنې ونه منل شي، مظاهرې به وکړي.

د کانسټبل په لیکنه، دا حیرانونکی ائتلاف په کابل کې تر خونړیو تروریستي حملو او چاودنو، سیاسي بحران او مظاهرو وروسته اعلان شوی دی.

د دې د ائتلاف غړي، ملېشه ډلو هغه پېژندل شوي مشران دي چې یو وخت په خپلو کې جنګېدل، سرسخت رقیبان وو او د اشرف غني حکومت ته جدي ګواښ پېښولائ شي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، دا د افغانستان د ژغورنې ائتلاف بلل شوی چې وايي، د حکومت د سقوط د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

د ائتلاف په پرېکړه لیک کې د نورو غوښتنو ترڅنګ، ویل شوي چې د جمهور رئیس د اول مرستیال، عبدالرشید دوستم صلاحیتونه باید په بشپړ ډول ورکړل شي او پر هغه د ېوې حملې په اړه باید څېړنه وشي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

سره له دې چې عبدالرشید دوستم په تخنیکي ډول لا هم د ولسمشر لومړی مرستیال دی، د هغه یوه سیاسي رقیب په جنسي تجاوز او زیاتي تورن کړی دی.

عبدالرشید دوستم چې د علاج لپاره ترکیې ته تللی او د څارنوالۍ تر څېړنو لاندې دی.

د واشنګټن پوسټ خبریاله، پامېلا کانسټبل لیکي چې د غني حکومت د دې ائتلاف د جوړېدو خبر ته نرم او سوړ ځواب ورکړ او د هغه یوه ویاند شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته وویل چې د ائتلاف غړي ټول لوړ رتبه حکومتي مامورین دي نو د حکومت د کار په کمزورتیا کې هغوی هم ملامت دي.

پامېلا کانستبل لیکلي:

د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې له څو میاشتو راهیسې له اشرف غني سره ماڼېجن دی، په دې اړه نظر نه دی څرګند کړي.

د کانسټبل په لیکنه، عبدالله له دې امله چې د حکومت د برحاله ساتلو لپاره يې له اشرف غني سره جوړجاړی کړی او تر ډېرو غوښتنو ور تېر شوی،د بلخ د والي عطا محمد نور په ګډون، د جمیعت اسلامي حزب یو شمېر غړي مایوسه کړي دي.

د واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې لیکل شوي چې په نوي اعلان شوی ائتلاف کې تر ټولو لوړ غږ هم د عطا محمد نور دی چې په قدرت کې زیاتې ونډې ترلاسه کولو لپاره یې له اشرف غني سره ډېرې مذاکرې وکړې.

په مقاله کې لیکل شوي، د بلخ والي عطا محمد نور حتی د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې چې ډېرې جنجالي شوې، خبرداری ورکړی و چې د اشرف غني د بري په صورت کې به خونړۍ ناکراري جوړه کړي.

د واشنګټن پوسټ په حواله، دې ائتلاف د دوشنبې له ورځې د پراخو مظاهرو غږ کړی دی.

خو که په کابل کې وروستیو خونړیو پېښوته وکتل شي، په دې کې شک دی چې څومره کسان به یې د ملاتړ لپاره لارو ته را ووزي.

د بریتانیې مټرو خپرونې په یوه مقاله کې لیکلي چې یو شمېر بریتانوي عسکرو په افغانستان کې د خدمت پرمهال، په سړه سینه، ملکي افغانان وژلي او پر داسې جنګي جنایت یې خوله پټه کړې ده.

د خپرونې په لیکنه، د ځانګړو هوايي خدماتو د "ساس" د داسې جنګي جنایت په اړه معلومات په هغه څېړنه کې څرګند شوي چې د بریتانیې شاهي پوځي پولیسو کړې او میلیونونه انګلیسي پوڼډ پرې لګېدلي، دي.

د سنډې ټايمز خپرونې په حواله، لوړ رتبه پوځي چارواکو او پولیسو ویلي چې د دې جنګي جنایت په اړه را غونډ شوي معلومات کره دي.

سنډې ټایمز د بېلګې په ډول، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د یوې پېښې یادونه کړې چې د "ساس" یوې ډلګۍ، د شپې په عملیاتو کې یو شمېر ملکي افغانان له کورونو رایستلي، لاسونه یې ورتړلي او بیا یې ډزې ورباندې کړې دي.

فوربس ، ډېز د دیجیتل، مټرویوک او داسې ډېرو نورو انټرنټي خپرون د هرات د هغو شپږو زده کونکو په اړه مقالې خپرې کړې چې په کابل کې د امریکا سفارت د وېزو له ورکولو ډډه وکړه.

دا شپږ نجونې چې د اوبو د پاکولو روبوت یا ماشین یې جوړ کړی، امریکا ته تلې څو په واشنګټن کې د روبوت په نړیواله سیالي کې ګډون وکړي. خو سفارت د وېزو له ورکولو ډډه وکړه.

زیاتو امریکاییانو پر دې خواشیني څرګنده کړې چې دې نجونو امریکا ته د تګ موقع پېدا نه کړه.

XS
SM
MD
LG