د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

صدیقي: نړیواله ټولنه باید د پاکستان په وړاندې عملي اقدامات وکړي


د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، د پاکستان په وړاندې د امریکا او نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو مرحله رارسېدلې ده.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه بشپړه معلومات لري او باید په وړاندې یې عملي اقدام وکړي.

نوموړی وايي، له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د افغانستان له خوا موثق اسناد هم وړاندې شوي او باید پرهغه هېواد نړیوال بندیزونه زیات شي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له امریکا څخه داده چې تاسې ډېر استخباراتي معلومات لرئ او په ټوله معنی په دې پوهیږئ چې ترهګر د چا لخوا تمویلېږي نو زموږ غوښتنه له امریکا او نړېوالې ټولنې داده چې پر پاکستان تعزیرات زیات کړي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په یوې مقاله کې ویلي چې د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي او لازمه ده چې ولسمشر ټرمپ کومه بله لاره غوره کړي.

نوموړي ویلي د طالبانو مشران په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو عملیات کوي.

په دغه مقاله کې چې په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼي لخوا خپره شوې د حسین حقاني له قوله راغلي، «ما د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو وغوښتل چې له امریکاییانو سره صادقانه چلند وکړي خو د ده په خبره د اسلام اباد ځواب دا وو چې دوی واقعاً په افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي.»

حقاني: د افغان طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي.
حقاني: د افغان طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي.

نوموړي په خپله مقاله کې ټینګار کړی چې پر هغو افرادو او موسساتو بندیز لګول چې په پاکستان کې مېشتو طالب مشرانو ته امکانات برابروي او هم پر پاکستان له اتکا پرته د سولې خبرې، کېدای شي د امریکا نور شدید اقدامات اووسي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان یادې مقالې ته په اشارې سره وايي نړیوالو ته د ترهګرو ځالې معلومې دي او اوس د پاکستان په وړاندې د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

داوود راوش په دې اړه وايي:

"اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان حکومت امریکا ته وړاندیز وکړي او خپله امریکاباید هغه عملي ګامونه واخلي چې د افغانستان د سولې لپاره ګټور وي."

د یادونې ده چې نیویارک ټایمز د حسین حقاني له قوله لیکلي چې د پاکستان سمه مطالعه د امریکايي چارواکو لپاره اسانه کار نه دی.

حقاني لیکي پاکستان د سړې جګړې پر مهال، په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې او هم د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر پېښي را وروسته د القاعده د عملیاتو پر خلاف د امریکا عمده ملاتړی پاتې شوی.

خو دی وایي، پاکستان دا اتحاد تر ډېره د خپلو وسلو د خوندیتوب، د اقتصادي مرستې او له هند سره د مقابلې په برخه کې د ډیپلوماټیک ملاتړ په هدف ساتلی دی.

راپور:ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG