د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د پاکستان او افغانستان له خوا پر عملیاتو څار، د ارګ ټینګار


ارګ وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د افراطي وسله‎والو ډلو پر ضد پر پلان شویو عملیاتو څارنه مهمه اړتیا ده څو معلومه شي چې وسله‎والو تروریستان په کومو ځایونو کې دېره دي.

افغانستان په پرله‎پسې ډول پرپاکستان تور لګولی چې په قبایلي سیمو، کوټې او نورو ځایونو کې د وسله‎والو طالبانو مشران دیره دي او مرکزونه لري خو پاکستان یې پر ضد اقدام نه‎کوي.

پاکستان له تېر یوه کال راهیسې ځوابي تورونه لګوي او وايي چې د پاکستاني طالبانو وسله‎وال په افغانستان کې فعال دي او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي.

د امریکا د سنا یوه پلاوي تیره اوونۍ لومړی اسلام‎اباد او وروسته کابل ته سفر وکړ او په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت لپاره یې د ټولو تروریستي ډلو پر ضدګډ عملیات مهم وبلل.

پاکستان او افغانستان له دې همغږو عملیاتو سره چې امریکا به څارنه پرې کوي، موافقه وکړه. خو پرون د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت ویاند وویل، د حقاني شبکې په ګډون د تروریستي ډلو وسله‎وال له پاکستانه وتلي دي او د افغانستان په هغو سیمو کې اوسېږي چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه‎دي.

خو افغان حکومت وايي چې دا څرګندونې ورته د قناعت وړ نه دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې پردې عملیاتو د نړیوالې ټولنې څار ډېر مهم دی:

"موږ غواړو چې د دې ادعاوو د اثبات لپاره نظارت رامنځ ته شي څو معلومه شي چې په رښتیا هم حقاني ډله او د طالبانو نورې ډلې له پاکستانه وتلي کنه او داعش په کومو سیمو کې دی. دوی هم ادعاوې لري چې تر ډېره له حقیقته لېرې دي. مثلا دوی د ملا فضل الله ډله یا د احرار ډله یادوي چې په دې ټولو برخو کې یې افغانستان ته هېڅ راز سند نه‎دی وړاندې کړی. "

په همدې حال کې د طالبانو مشرتابه- کوټې شورا ته یوه نېژدې سرچینه وايي، پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د دې شورا له یو شمېر غړو سره تماس نیولی او ورته ویلي يې دي چې په پاکستان کې له خپلو استوګنځایونو څخه ووځي.

دې سرچینې چې اوس هم په پاکستان کې اوسي او نه غواړي نوم یې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په کوټه کې د طالبانو مشران اوس مهال په عام محضر کې نه لیدل کېږي او د تماس شمېرې یې هم غیر فعالې دي.

د طالبانو ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG