د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

پېښور کې د وسله والو په حمله کې ۳ پولیس وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیس چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو پر پولیسو مرګونی برید کړی او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ ماښام د پېښور د څمکنو تهاڼې اړوند په غز چوک سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې ۳ پولیس وژل شوي او ۱ ټپي شوی چې د درملنې لپاره د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوی دی.

د پښور ښار د پولیسو یوه مشر فرقان بلال له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې پر پولیسو د برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده:،

"د پولیسو موټر تر روژه ماتې وروسته په سیمه کې د ګزمې په حال کې و چې نامعلومو موټر سیکل سپرو وسله والو پرې ناڅاپه برید وکړ او هغوی ته یې مرګ ژوبله واړوله."

د امنیتي مسؤلینو په وینا، د پولیسو په ځوابي برید کې ۱ وسله وال بریدګر وژل شوی او ۲ تښتېدلي، خو زیاتوي چې پولیس او نور امنیتي ځواکونو د پېښې ځای تر محاصره کولو وروسته په سیمه کې د تښتېدونکو بریدګرو د نیولو لپاره تلاشي عملیات کړي، خو تر دې دمه یې په دې اړه د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

له بلې خوا بیا باخبرې ځايي سرچینې له ازادي راډیوسره په خبرو کې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط په برید کې د ټپي شوي پولیس روغتیايي وضعیت مرګونی بللی چې له امله یې ښايي د برید د قربانیانو شمېر زیات شي.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور، و ددې ښار په شاوخوا سیمو او همداشان ددې صوبې په نورو برخو کې یو ځل بیا پر پولیسو بریدونه ډېر شوي دي.

په پېښور کې پر پولیسو د نامعلومو وسله والو تر تازه برید مخکې وسله والو ترهګرو د تېرې مۍ میاشت په ۲۱مه نېټه د کوهاټ په لاچۍ سیمه کې هم د پولیسو پر یوه کاروان برید کړی و چې د دوو پولیس مشرانو په ګډون یې پکې لږ تر لږه ۴ پولیس وژلي و.

دا بریدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په قبایلي سیمو کې یې د ضرب عضب او په ښاري سیمو کې یې د رد الفساد په نامه عملیاتو کې یې ترهګرو او د هغوی خواخوږیو ته ستر زیانونه اړولي، د هغوی ملا یې ماته کړې او نېټ ورک یې ورته له منځه وړی دی.

د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر او د پولیسو جګپوړو چارواکو پر پولیسو دغه مرګونی برید غندلی، د دغه برید د پلټنو امر یې ورکړی او همداشان یې د ترهګرۍ پرضد په روانه جګړه کې د هغوی قربانۍ ستايلي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا په پېښور کې پر پولیسو ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو ددې ډول بریدونو مسؤلیت عموماً تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیسته.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG