د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

ارګ: د سرتاج عزیز څرګندونې له ګډو عملیاتو د پاکستان د وېرې ښکارندويي کوي


افغان حکومت د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار د وروستیو څرګندونو په غبرګون وايي، دا ډول خبرې د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان له افغانستان سره په ګډو عملیاتو کې د امریکا او چین د څار له څرنګوالي وېره لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ترهګرو د ځالو موقعیت او پاکستان د دوی د ملاتړ کوونکي په توګه نړۍ ته مشخص شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

ښاغلي ازاد وویل:

"د ښاغلي سرتاج عزیز خبرې د دوی وارخطايي او وېره په ډاګه کوي، په نېږدې راتلونکي کې ګډ عملیات چې امریکا او چین‌یې څارنه کوي پيلېږي، دوی لا له وړاندې په دې اړه وېره لري او دا ډول څرګندونې د دوی د وېرې ښکارندويي کوي."

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان له دولتي ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې دا ځل افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورن کړی چې له وسله‎والو طالبانو ملاتړ کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان ولسمشسر محمد اشرف غني شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د امریکايي سناتورانو د پلاوي له هغه وړاندیز سره توافق وکړ چې له‎مخې به‌یې دواړه هېوادونه د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ترورېستانو پر ضد عملیات کوي.

ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالات به د دغو عملیاتو څارنه کوي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې ترهګر یې په هېواد کې نه‎شته، خو امریکايي سناتورانو ویلي چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستي شبکو موجودیت ورته د منلو وړ نه‎دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان تور پورې کړي او په دې توګه په ځان فشارونه راکم او دغه‌شان د ځان په ګټه ذهنیتونه بدل کړي او د امریکا له‎خوا د افغانستان او پاکستان لپاره په جوړېدونکې ستراتېژۍ کې لاسوهنه وکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل، اړتیا ده چې افغان حکومت له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په برخه کې لا زیات اسناد او شواهد امریکا ته وړاندې کړي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"افغان حکوت باید دا ثابته کړي چې روان کال د پاکستان استخباراتو د حقاني شبکې په مرسته، په افغانستان کې سترې حملې کړي او په همدې اړه باید ثبوت د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکايي چارواکو ته ورکړي او همدا لابي‌ګري دوی هم مخکې یوسي."

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو د پټن‌ځایونو او ورڅخه د پاکستان د ملاتړ په اړه نه انکار منونکي اسناد او شواهد لري چې د ګډو عملیاتو له پیل وړاندې به په یو وخت له پاکستان، امریکا او چین سره شریک کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG