د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

دفاع وزارت: پاکستان ته د ترورېستي ډلو په تړاو نور لېستونه سپارل کېږي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، پرېکړه شوې چې پاکستان ته په هغه هېواد کې د ترورېستي ډلو، د پېژندنې او فعالیتونو په تړاو د افغان لوري له‌خوا نور لېستونه هم وسپارل شي.

دفاع وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې شااوخوا لس ورځې مخکې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو مشر، جان مک‎کېن او ورسره پلاوي یې کابل ته په خپل سفر کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره دې هوکړې ته رسېدلی چې دواړه هېوادونه به د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي او امریکا او چین به‌یې څاري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، پخوا مو هم پاکستان ته لېستونه ورکړي او بیا به هم ورته لېستونه وروسپارو.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وویل:

"موږ پخوا تر دې د ۸۶ هدفونو لېست پاکستان ته ورکړی و. ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د ترورېستانو مرکزونه په پاکستان کې دي او پاکستان کولای شي چې دا مرکزونه له‌منځه یوسي. دا لېستونه مو له پاکستان سره شریک کړي او نور هم شریکوو. اوس چې چین او امریکا ژمنه کړې چې پاکستان دغه هدفونه له‎منځه وړي موږ په دوامداره توګه دا ډول نور لېستونه هم له پاکستان سره شریکوو."

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو مشر جان مک‌کېن او ملګری پلاوی یې کابل ته تر سفر مخکې پاکستان ته تللي و او په خبره‌یې چې د هغه هېواد له پوځي لوړپوړو چارواکو سره‌یې لیدلي او د افغانستان د امنیت په اړه‌یې ورسره خبرې کړي دي.

جان مک‌کېن دا هم ویلي چې د پاکستان له حکومته‌یې غوښتي چې افغانستان ته د وسله‎والو د ورتګ مخه ونیسي.

د افغانستان د امینتي مسؤلینو د معلوماتو له مخې افغانستان او پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره په همغږو عملیات هوکړه کړې.

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیري دا هم وايي چې د پاکستان له لوري هم دوی ته په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو د مرکزونو د موجودیت لېستونه ورکړل شوي، خو د ده په خبره له پلټنو سره-سره په دغه هېواد کې یې شتون ثابت نه‎شو.

د پوځي چارو پوهان وايي، که د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو ګډ عملیات تر سره او پاکستان په یادو عملیاتو کې صداقت وښیي او دغه‌شان د معتبرو هېوادونو له‎خوا په جدي توګه وڅارل شي، نتیجه به‌یې مثبته وي.

د دغو کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال زلمي وردک ازادي راډیوته وویل:

"که په حقیقي توګه په دې برخه کې اقدام وشي او هغه مرکزونه چې د افغانستان له‎خوا لېست ورکول کېږي له‌منځه یوړل شي او د امریکا او چین له‎خوا پرې جدي وڅارل شي، دا د افغانستان او پاکستان په ګټه دی."

افغان امینتي چارواکي وايي، پاکستان پخوا تر دې هم ورته ژمنې کړي، خو عمل‌یې پرې نه‎دی کړی.

د دوی په خبره د پېښور او کوټې شورا، د حقاني شبکه، تحریک طالبان او داسې نورې ډلې له پخوا راهیسې په پاکستان کې دي او د هغه هېواد له خاورې د افغان حکومت پر ضد فعالیت کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG