د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د افغانستان لپاره د امریکا پر نوي پالیسۍ د نیویارک ټایمز مطلب


نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوي پالیسۍ یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکارانو دوه تنه سوداګر چې له پوځي قراردادونو څخه یې ډېره ګټه اخېستې ده ګمارلي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په برخه کې د پنټاګون د پلان لپاره وړاندیزونه ورکړي چې دا په‎خپله د هغې جګړې سره چې اوس یې شپاړلسم کال دی، د ولسمشر ټرمپ د ادارې د چلند ښکارندویې کوي.

ایریک دې پرینس چې د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ بنسټ ایښودونکی دی او سټیوین فینبرګ چې د ډاین کورپس په نوم د پوځي قراردادونو د یوه لوی شرکت څښتن دی، د ولسمشر ټرمپ له زوم جرید کوشنر او د ښاغلي ټرمپ د عمده ستراتیژیست سټیوین بنون سره خپل وړانديزونه تر بحث لاندې نیولي چې په هغه کې افغانستان ته د ډېرو ځواکونو پرځای پر قراردادیانو د اتکا خبره شوې ده.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، سټیوین بنون د شنبه په ورځ د امریکا له دفاع وزیر جېمز متېس سره د همدې وړاندیز په اړه د بحث لپاره پنټاګون ته تللی وو.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې متېس دغه وړاندیزونه اوریدلي، خو د افغانستان لپاره په نوي ستراتیژۍ کې یې د نورو تګ‎لارو له ورګډېدو ډډه کړې ده.

هغه پالیسي چې دی په‎خپله او د امریکا د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک‎مسټر یې پرمخ وړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه دا غیر معمولي لیدنه ښیې چې د افغانستان په مسئله کې د ولسمشر ټرمپ د جنرالانو او د هغه د سیاسي مرستیالانو تر منځ درز شته.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال هم په خپلې وروستۍ ګڼه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان او پاکستان د همکاریو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، پاکستان او افغانستان سره منلې ده چې د خپلې ګډې پولي په اوږدو کې به د یاغیانو په وړاندې مبارزې لپاره یو مېکانېزم جوړ او د تېرو کلونو په وړاندې دا ګډې مبارزې لا ډېرې کړي.

دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د لیکوال په خبره امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرېدو لپاره چمتوالی نیسي.

د لیکوال په خبره دا اقدام په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو او د تُندلارو د هڅو د مخنیوي په هدف یو ضروري اقدام دی.

والسټریټ ژورنال لیکي:

واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې هڅه کړې چې افغانستان او پاکستان پر طالبانو د فشار راوړلو ته اړ باسي.

تېره اوونۍ د امریکا یې سناتورانو یوه پلاوي چې جان مک‎کېن یې مشري کوله، مرسته وکړه چې افغان او پاکستانې چارواکو خبرو ته راوبولي.

والسټریټ ژورنال زیاتوي، د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې داسې حد ته رسیدلي چې کولی شي د افغانستان له امنیت سره تړاو ولري.

XS
SM
MD
LG