د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

کورمې اېجنسۍ کې بمي چاودنې د ملېشه ځواک ۲ سرتېري وژلي


افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د پاکستان د ملېشه ځواک پر سرتېرو بمي چاودنې یادو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا چاودنه د دوشنبې په ورځ د کورمې اېجنسۍ د شهیدانو ډنډ په «لکه‎ تیکه» نومې سیمه کې د ملېشه ځواک پر موټر شوې چې په نتیجه کې یې د ملېشه ځواک ۲ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، دا پېښه هغه وخت وشوه چې د ملېشه ځواک یو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و چې په سړک کې پر خښ شوي بم وربرابر شو.

رسنۍ د ځايي چارواکو په حواله وايي چې د پېښې ټپیان‌یې نېږدې روغتون ته وړي او امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې تر محاصره کولو وروسته، د تلاشي عملیات هم کړي، خو په دې اړه‌یې نور تفصیلات نه‎دي ورکړي.

کورمه اېجنسي افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سیمه ده چې په دې وروستیو کې په‎کې پر امنیتي ځواکونو او عامو ملکي کسانو ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.

د تېرې مېلادي میاشتې په وروستیو کې له کوچني اختره یو ورځ مخکې د دې اېجنسۍ د مرکز پاړاچنار په یوه مارکېټ کې، پرله‌پسې ۲ چاودنې وشوې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په‎کې تر ۷۵ زیات کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شول.

د پاړاچنار اوسېدونکو تر دغې پېښې وروسته په سیمه کې لاریون پیل کړ چې ۸ ورځې یې دوام وکړ او تر هغې وروسته‌یې پای ته ورساوه چې د پاکستان د پوځ مشر د سیمې دوره وکړه، له لاریون کوونکو سره‌یې وکتل، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او په سیمه کې یې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړ.

په دې وروستیو کې، په قبایلي سیمو کې پر امنیتي ځواکونو یو ځل بیا بریدونه او چاودنې په داسې وخت کې زور اخیستی چې په دغو سیمو کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پوځي عملیات روان دي او پوځي چارواکي په‎کې د ترهګرو د مرکزونو له‎منځه وړلو خبر ورکوي.

په کورمه اېجنسۍ کې پر ملېشه ځواک تر برید یوه ورځ مخکې، د مومند اېجنسۍ په ساپو تحصیل کې هم پر ملېشه ځواک بمي چاودنه شوې وه چې ۱ سرتېری په‎کې مړ او ۲ نور په‎کې ټپیان شوي ول.

د یادونې وړ ده چې د دغو بریدونو مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‎والې ډلې پر غاړه نه‎دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG