د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

منیر: د پاړا چنار په دولتي روغتون کې بېړنۍ حالت اعلان شوى


افغان پولي ته څېرمه د کورمې ايجنسۍ د قبايلي سيمې د پاړا چنار په بازار کې د چاودنې له امله د وژل شوېو شمېر ٢٤ ته پورته شوى او د ماشومانو په ګډون په کې تر ٥٠ زيات ټپيان دي.

د سيمې ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا چاودنه د يکشنبې په ورځ د پاړاچنار د مرکزي بازار عيدګاه مارکېټ ته څېرمه هغه وخت وشوه چې په دې سيمه کې د رخصتۍ له امله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ګڼ خلک د ژمي د ټوکرو په خريدارۍ مصروف وو.

د چارواکو په وينا، د پېښې ټپيان يې د پاړاچنار ځايي دولتي روغتون ته لېږدولي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د سيمې يوه ځايي خبريال منير حسين چې پېښه يې له نږدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاړاچنار په دولتي روغتون کې بېړنۍ وضعيت اعلان شوى او د سيمې له خلکو نه د وينې ورکولو غوښتنه هم شوې ده.

د منير حسين په وينا چې د پېښې په ټپيانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

"دا چاودنه د پاړاچنار بازار د عيدګاه په مقام کې شوې ده، چېرته چې د کباړ والا کېني او د ژمي لپاره کپړې، جرابې او بنېنونه خرڅوي، نو دې وجې دلته کې په دې کباړ باندې ډېر رش و او د چاودنې په نتيجه کې د ټپيانو شمېر تر ٥٠ اوښتى دى او د پاړاچنار په ستر هسپتال کې بیړنی حالت اعلان شوى دى او خلکو وينې ورکولو ته کتارونه لګولي دي او انتهايي ژوبل کسان پېښور ته منتقل کړى شوي دي."

له بلې خوا په پاړاچنار کې د بم ډسپوزل ادارې چارواکيو رسنيو ته وويل چې په دغې بمي چاودنه کې نزدې ٣٥ کيلو چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.

په عين حال کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې د پېښې ٢٣ شديد ټپيان يې د هليکوپټر په ذريعه د درملنې لپاره له پاړاچناره د پېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته لېږدولي دي.

له بلې خوا د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه بمي چاودنې مسووليت د لشکر جهنګوي العالمي په نامه يوې وسله والې ډلې منلى، دا يې په شام کې د ايران او بشارالاسد له خوا د مسلمانانو د وژنې انتقام بللى دى او د پاړاچنار له خلکو يې غوښتي چې شام ته دې د جګړې لپاره خلک نه استوي.

کورمه ايجنسۍ د افغانستان له درېيو ولايتونو او همدا راز د شمالي وزيرستان له قبايلي سيمې سره نښتې اوږدې پولې لري، چېرته چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا د ترهګرو پرضد پوځي عمليات روان دي.

په پاړاچنار کې دا چاودنه په داسې وخت کې شوې، چې د پاکستان پوځي مقاماتو د شنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه په روانو پوځي عملياتو کې د پراخو برياوو ادعا کړې وه او دا يې کامياب بللي وو.

د پاکستان صدراعظم، ولسمشر، د تحريک انصاف ګوند مشر او نورو چارواکيو د پاړاچنار په عيدګاه بازار کې دا چاودنه غندلې او د ملکي وګړيو په وژنه يې ژور خپګان ښودلى دى.

د يادونې وړ ده چې په کورمه ایجنسۍ کې تر دې مخکې هم د شيعه او سني فرقو ترمنځ د مذهبي تاوتريخوالي پېښې ډېرې ليدل شوي چې په نتيجه کې ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

راپور:ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG