د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د پاکستان ستره محکمې د صدراعظم نواز شریف پر قضيې څېړنه پیل کړه


د پاکستان ستره محکمه نن د هغې قضیې په اړه څېړنه کوي چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف برخلیک به وټاکي.

نوازشریف پر ده د فساد د تورونو په اړه د یوې تحقیقاتي کمېټې د هغه راپور په وړاندې د خپل ځان د سپیناوي هڅه کوي چې د صدراعظم په توګه د ده څوکۍ ته خطر پیښولای شي.

تمه ده چې د پاکستان ستره محکمه به نواز شریف یا د فساد په تور محکمې ته معرفي کړي او یا حتی بې صلاحیته یې کړي، خو ځینې څارونکي هیله‎من دي چې قضا به د نواز شریف د کورنۍ د غړو د فساد دا قضیه چې د څه باندې ۲۵۰ پاڼو راپور پر بنسټ جوړه شوې ده، باطله کړي.

په دې راپور کې ادعا شوې چې د نواز شریف د کورنۍ د غړو ډېره زیاته برخه شتمني په بهر کې ده.

مریم شریف
مریم شریف

همدا راز د ده پر لور مریم شریف او د کورنۍ پر نورو غړو تور دی چې په لندن کې یې د خپلو قیمتي اپارتمانونو د مالکیت جعلي اسناد جوړ کړي دي خو نواز شریف د هر راز غېر قانوني کار تورونه رد کړي دي.

په اپریل میاشت کې هم د نواز شریف د بې صلاحیته کولو هڅه وروسته له هغه شنډه شوه چې سترې محکمې، د پاناما ورځپاڼې له‎خوا په پاناما هېواد کې د افشا شويو شتمنیو د اسنادو په قضیه کې د ده د پاتې کېدو په ګټه حکم وکړ، خو محکمې پریکړه وکړه چې په دې اړه باید د جي ای ټي"JIT" یا د ګډې تحقیقاتي ډلې له‎خوا نوره څېړنه هم وشي.

۶۷ کلن نوازشریف د اپوزیسیون دا غوښتنې چې باید استعفی وکړي رد کړې دي او خبرداری یې ورکړی چې د ده لېرې کیدل به پاکستان بې ثباته کړي او په اقتصادي برخه کې هغه بریاوې چې د ده په وینا پاکستان په ۲۰۱۳ کال کې د ده له غوره کېدو وروسته ترلاسه کړې دي، له ګواښ سره مخامخ کړي.

ښاغلي شریف په پارلمان کې د مسلم‎لیګ نواز د ګوند وکیلانو ته د وینا پر مهال وویل، د ده پر ضد د روانو هڅو هدف دا دی چې پاکستان بېرته پر شا روان کړي.

نواز شریف ویلي چې دا ټول د ده پرضد د جوړې شوې دسیسې یوه برخه ده خو د چا نوم یې نه‎دی اخېستی خو د شریف نېژدې متحدان په خصوصي څرګندونو کې ادعا کوي چې پوځ او قضا د ده د پرځولو لپاره لاس یو کړی.

د "JIT" په شپږ غړو کې د پوځ یو استازی هم شامل دی. د پوځ ویاند د "JIT" په تحقیقاتو کې د پوځ د پټې ونډې د ادعاوو په اړه پوښتنې بې بنسټ بللي او وايي چې پوځ په دې تحقیقاتو کې مستقیمه ونډه نه‎لري.

XS
SM
MD
LG