د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

ملګري ملتونه: افغانستان اوس هم د ترهګرۍ سرچينه ده


ارشيف
ارشيف

ملګري ملتونه وایي، دا مهال داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي تحریک، جمعیت انصارالله، اسلامي جهادي ګروپ او یو شمېر نورې سخت دریځې ډلې افغانستان کې فعاله دي.

د دغه سازمان د بندیزونو د ملاتړ او ارزونې تحلیلي کمېټې په خپل یو دېرشم نمبر راپور کې چې دفبرورۍ په ۱۴مه خپور شوی ویلي، همدغه سخت دریځې ډلې منځنۍ او جنوبي اسیا ګواښي.

د بریدونو یوازنی هدف دا دی چې د طالبانو امنیتي تدابیر کمزوري وښيي.

د دغې ډلې په راپور کې راغلي، یادې سخت دریځې ډلې ځکه په افغانستان کې ازاد تګ راتګ او فعالیت کوي چې په خبره یې طالبان د امنیت ټینګښت ته پياوړې ستراتیژي نه‌لري.

راپور کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه د طالبانو د حکومت مخالفه بلل شوې او لیکل شوي چې د دغې ډلې د بریدونو یوازنی هدف دا دی چې د طالبانو امنیتي تدابیر کمزوري وښيي.

دوی ویلي، داعش په کابل کې پر ډیپلوماتیکو اهدافو هم د دې لپاره بریدونه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د حکومت اړیکې متاثره کړي.

افغانستان کې د وروستيو لويو بريدونو مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی دی.
افغانستان کې د وروستيو لويو بريدونو مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د سیمې د هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ لیکل شوي چې، دا مهال د درې تر شپږ زرو پورې داعش وسله‌وال افغانستان کې فعالیت لري چې په خبره یې اصلي هسته یې د دغه هېواد ختیځ کې ده.

پر ملګرو ملتونو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو هم تازه افغانستان کې د داعش په موجودیت اندېښنه ښکاره کړې.

د روسیې تاس خبري اژانس د ډله‌ییز امنیت تړون د مشر اناتولي سیدوروف په حواله ویلي، یوازې د افغانستان په شمال کې شاوخوا څلور زره داعش وسله‌وال فعال دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون دا اندېښنې بې‌ځایه بولي.

د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي.
د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي.

متقي د چهارشنبې په ورځ له افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو په ۳۴مه کلیزه کې وویل: "په افغانستان کې که یو داعشي هم سر پورته کوي، سره به یې وهل کېږي، لکه څنګه چې تاسو وینئ هم. دا څه معنا چې وایي زرګونه کسان دي، خو څوک یې نه ویني او پرې خبر هم نه‌دي. هر څوک چې غواړي وې ویني را دې شي موږ سره دې کیني، مفاهمه ورسره کوو، ولې تورونه دې څوک نه لګوي. دغه در په دره، بې‌چاره او څلور لسیزې جنګ ځپلی ملت دې څوک نه بدناموي، نه دې تهدیدوي. له افغانستانه هیچا ته خطر نه‌شته."

له افغانستانه هیچا ته خطر نه‌شته."

طالبانو تر دې وړاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، القاعده او نورو وسله‌والو ډلو موجودیت هم رد کړی دی، خو د ملګرو ملتونو په نوي راپور کې راغلي، القاعده سره د طالبانو اړیکې لا هم نږدې دي.

پخوا تر دې پاکستاني چارواکو ویلي، پاکستاني طالبان هم د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه پلانوي، چې د طالبانو حکومت نه و منلي.

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر کتونکو له ازادي راډیو سره خپلو تحلیلونو کې ویلي، داعش، القاعده او نورې سخت دریځې ډلې افغانستان کې فعاله دي او د دوی په ټکو اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو دغو ډلو ته د جنګیالیو د استخدام کار اسانه کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG