د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

امریکا د داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره یو خطرناک ګواښ بولي


افغانستان کې د وروستيو ځینو بريدونو مسووليت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی. انځور له ارشيف څخه
افغانستان کې د وروستيو ځینو بريدونو مسووليت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی. انځور له ارشيف څخه

داسې مهال چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې روښانه کړه چې داعش نیت لري په کابل کې د ایران، چین او هند په سفارتونو بریدونه وکړي، د طالبانو حکومت وايي، د کابل په کارته‌نو کې یې د داعشیانو یو پټنځای له‌منځه وړی.

طالب چارواکي وايي، د کابل په کارته نو سيمه کې یې تېره شپه د داعش پر ضد عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال وژلي او یو شمېر نور یې ژوندي نیولي دي.

داسې مهال چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې روښانه کړه چې داعش نیت لري په کابل کې د ایران، چین او هند په سفارتونو بریدونه وکړي، د طالبانو حکومت وايي، د کابل په کارته‌نو کې یې د داعشیانو یو پټنځای له‌منځه وړی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه لس بجې پای ته ورسېدل چې په پایله کې یې د ده په خبره، یو شمېر داعشیان ووژل شول او یو شمېر نور ژوندي ونیول شول.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه زیاته کړه: "ودانۍ نړېدلې ده، یو شمېر مړي تر ودانۍ لاندې دي، کم شمېر مړي یې تر لاسه شوي دي. یو تعداد وژل شوي او یو تعداد نیول شوي دي. په دوی کې بهرني اتباع هم وو. دا ډېره شریره کړۍ وه او د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود او زموږ تر څار لاندې وو."

که څه هم مجاهد د پېښې د مرګژوبلې کره شمېر نه‌ښيي، خو د طالبانو یوې بلې مسوولې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې ۱۰ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

طالبان داسې مهال په کابل کې د داعش وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو خبره کوي چې له دې وړاندې یې ویلي، دا ډله یې داسې ځپلې چې د سر پورته کولو توان نه‌لري.

هاخوا د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره یو خطرناک ګواښ بولي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، متحده‌ایالات له داعش ډلې سره مبارزې ته ژمن دي او که اړتیا شوه، دوی به یې پر ضد ګام پورته کړي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو ویاند نېډ پرایس
د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو ویاند نېډ پرایس

نېډ پرایس وايي: "البته په افغانستان کې په ځانګړي توګه د داعش خراسان خطرناکه ډله شته. موږ د داعش خراسان وژنې لیدلي، هېڅ امریکايي اړتیا نه‌لري هغه خطر چې دې ډلې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پر مهال جوړ کړ، یاد کړي. جمهور رییس بایډن ژمن دی چې د داعش ـ خراسان په اړه تمرکز وکړي او که اړتیا شي او یا هم د دوی پلانونه ولیدل شي چې امریکا او متحدان یې په نښه کوي، پر وړاندې به یې اقدام کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نړۍ ته د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG