د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

افغانستان

د کابل په اتمه حوزه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د راپورونو له‌مخې د کابل په اتمه حوزه کې نن ماښام د څو چاودنو او پرله‌پسې ډزو غږونه اورېدل شوي.

په خواله رسنیو د دې پېښو په تړاو ځینو خلکو لیکلي او ویډیوګانې یې هم خپرې کړي.

طالبانو لا په دې تړاو رسماً څه نه‌دي ویلي خو په ځینو خبري ګروپونو کې راغلي چې، د طالبانو ځواکونه د کابل د اتمې حوزې اړوند د داعش پر یوه پټن‌ځای برید کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

​​​​​​​د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د افغان لوبډلې اعلان شوی نوملړ
د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د افغان لوبډلې اعلان شوی نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې هم د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

د سې شنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي، دا ځل به افغانستان د راشدخان په لوبډلمشرۍ په شل اوریز نړیوال جام کې چې په امریکا او ویسټ اینډیز کې به ترسره شي ګډون وکړي.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمداسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، ننګیالی خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک ځای پر ځای شوي دي.

صدیق اتل، حضرت الله ځاځی او سلیم ساپی د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې اخیستل شوي دي.

ویلو ده چې د شل اوریز نړیوال جام به د راتلونکې جون میاشتې په ۲یمه نېټه پیل شي او د افغانستان ټولې سیالۍ په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله په درېیمه نېټه د یوګاندا له لوبډلې سره سیالي لري.

یوناما د هرات وروستۍ پېښې د عاملانو پېژندنې لپاره د څېړنو غوښتنه کړې

د یوناما نښان
د یوناما نښان

ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په هرات ولایت کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات بېګانۍ حمله غندلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په یو بیان کې ویلي چې د هرات د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د ډزو په پېښه کې لږترلږه اوه کسان وژل شوي دي.

یوناما د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د سمدستي څېړنو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او یوبل ټپي دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې برید د امام زمان په نوم د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې شوی دی.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم او یو ملا امام هم شامل دي.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو داعش ډلې دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه منلې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ژورنالیستانو د زړورتیا ستاینه کړې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په درشل کې د افغان ژورنالیستانو د زړورتیا ستاینه کړې ده.

د مې ۳مه د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت کوي، پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ژورنالیستان د اطلاعاتو او حقایقو په لتون پسې له پراخو ننګونو سره مخامخ دي.

په بیان کې یادونه شوې چې په روان ناورین کې د افغان ژورنالیستانو زړورتیا او انعطاف وستایل شي.

ملګرو ملتونو سږکال د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ داسې مهال چې افغانستان او ټوله نړۍ جګړو په سر اخیستې ده، د ژورنالیزم او د بیان د آزادۍ اهمیت ته ځانګړې کړې او د دې ورځې په درشل کې یې ویلي چې د نړیوالو بحرانونو او د هغو د عواقبو د ټولو اړخونو په اړه پوهاوی د ډیموکراتیکو ټولنو د جوړولو لپاره مهم دي.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ټولنو په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ د وضعیت له کبله د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی او ترې غواړي چې پر رسنیو او خبریالانو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

یوناما د هرات پر یوه جومات د برید غندنه او د پلټنو غوښتنه وکړه

د یوناما لوګو
د یوناما لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات ولایت پر یوه جومات برید چې اوه تنه یې وژلي، غندلی دی.

یوناما په یو بیان کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د ژر تر ژره څېړنو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پانه لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلي قانع لیکلي دي چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې برید د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوی دی.

ویل شوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم او یو ملا امام هم شامل دي.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو داعش ډلې دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه منلې ده.

د امریکا، برېتانیا، فرانسې او جرمني استازو د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

د بشري حقونو نړیواله شورا
د بشري حقونو نړیواله شورا

د متحدو ایالتونو، برېتانیا، فرانسې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دې استازو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو د وضعیت پر ترینګلتیا انتقاد کړی.

د دې هېوادونو استازو په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په غونډه کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

په دې غونډه کې چې پرون دوشنبې پیل شوه او د مې تر لسمې پورې به دوام وکړي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې راپورونه چې ملګرو ملتونو او نورو ادارو برابر کړي دي، ارزول کېږي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: پاکستان مېشتو افغان خبریالانو سره دې لاسنیوی وشي

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر مسولانو هلته د کډوالو افغان ژورنالېستانو په لاسنیوي ټینګار کړی دی.

لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته درېیمو هېوادونو ته د تګ نیت لري، پاکستان کې دېره دي او د راپورونو له مخې بدې ورځې ګالي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او یوشمېر نورو رسنیو لیکلي چې پرون دوشنبه د خبریالانو استازو او ملاتړو په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستان له حکومت او نورو خواوو وغوښتل چې د دغو خبریالانو ملاتړ ته ودانګي.

په راپور کې راغلي چې دغه افغان خبریالان تر ډېره بې کاره دي او د پاکستان د ویزو د نه درلودو په ګډون ګڼې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې لري.

پخوا دغو خبریالانو ازادي راډیو ته ویلي چې هلته وخت نا وخت ځورول کیږي او ګڼې ستونزې ګالي.

په تېرو میاشتو کې هلته د ازادۍ راډیو د یوه خبریال په ګډون پر یوشمېر خبریالانو مرموز بریدونه هم شوي دي.

یونیسف د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین کې د افغان ښځو رول وستایه

ارشیف
ارشیف

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګډون پر اهمیت ټینګار لري.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې افغانستان څانګې د ایکس پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه ښځې د ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته واکسین تطبیقوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، خو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دوی لپاره استثناء رامنځته شوې ده.

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د پولیو واکسیناسیون پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، په دغه څلور ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره یوولس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقږي او هر ماشوم ته به ویټامین اې (A) هم ورکړل شي.

د هرات - غور لارې د جوړولو چارې پيل شوې

د غور - هرات لاره - ارشیف
د غور - هرات لاره - ارشیف

د طالبانو حکومت د هرات – غور سړک د رغولو کار پیل کړ.

د سړک د جوړولو چارې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوې.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي راپور ورکړی دغه ۳۵۰ کیلومتره اوږد سړک د سرب او جستو د کان له عوایدو تمویل او د قراردادي شرکتونو له خوا جوړیږي.

د غور- هرات سړک د افغانستان د مرکزي لويې لارې يوه برخه ده چې هرات، غور، باميان، دايکنډي او ميدان وردک ولايتونه له کابل سره نښلوي.

دا لویه لار د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال پلان شوې وه او د ۷۰۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د کابل – کندهار – هرات له لویې لارې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لنډه ده.

طالب چارواکي: هرات کې پر یوه جومات د برید له امله ۶ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هرات کې یوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې شپږ تنه یې وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پېښه تېر ماخوستن نهه بجې د ګزرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.

ښاغلی قانع د پیښې نور جزیات نه دي ورکړي.

ځینو محلي رسنیو بیا ویلي چې برید د امام زمان په نوم جومات باندې شوی چې د شیعه مذهبو اړوند دی.

په ډزو کې د یوه ماشوم او یوه ملا امام د وژلو خبره هم شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د دغو ډزو مسولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې داعش وسله والې ډلې د ورته بریدونو پړه منلې ده.

نن په کابل کې د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو د وژل کېدو شپږم تلین دی

 له ښي لوري: محرم درانۍ، عبدالله حنانزی او سباوون کاکړ - ارشیف
له ښي لوري: محرم درانۍ، عبدالله حنانزی او سباوون کاکړ - ارشیف

نن د اپرېل دېرشمه د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو د وژل کېدو له شپږم تلین سره برابر دی.

سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په دېرشمه د کابل په شش درک کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

په هغه برید کې چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان ولایت یې مسوولیت ومانه ټول ټال ۲۹ کسان چې اکثر یې خبریالان او رسنیز کارکوونکي وو ووژل شول او ۵۰ نور کسان هم ټپیان شول.

دوی د یوې بمي چاودنې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تلي وو چې د یاد برید هدف وګرځېدل.

دا پر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو تر ټولو سخته او خونړۍ حمله بلل کېږي.

افغان خبریالان په تېرو شلو کلونو کې د خونړیو او هدفي بریدونو شاهد وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG