د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

بلاول بوټو: افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې همکاري کوو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې پاکستان په سیمه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.

بلاول بوټو زرداري دا خبرې د سې‌شنبې په ورځ له الجزیرې ټلوېزون سره په مرکه کې کړې او ویلي يې دي، چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو پر خلکو اغېز کړی او باید پر وخت یې په وړاندې په مقابله وکړو.

ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو پر خلکو اغېز کړی

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم هم، له امریکايي خپرونې نیوز ویک سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر کرښه د سخت دریځو وسله‌والو شتون او فعالیت سخت اندېښمن کړی او په خبره یې، موږ باید طالبانو ته دا قناعت ورکړو، چې د داعش په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي.

خو د ښاغلي اکرم په خبره، تر هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخ وي، د ترهګرو په وړاندې مبارزه به ورته سخته وي.

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې د داعش ډلې خراسان څانګه د پیاوړي کېدو په حال کې ده او په خبره یې که طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخ وي ځيني وسله‌وال به یې له داعش او نورو ډلو سره یو ځای شي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی، منير اکرم
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی، منير اکرم

پاکستان مخکې هم په وار وار په افغانستان او دې هېواد سره پر کرښه، د داعش ډلې، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو طالب چارواکي دا اندېښنې بې‌ځایه ګڼي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان فقر او بې‌کاري یو چلنج دی خو د ده په ټکو، له دې سره سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوی ژمنتیا پر خپل ځای ده.

نوموړي وويل: "موږ د دوحې هوکړې ته ژمن یو او چاته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد استعمال کړي، که چا سره په دې اړه کومه اندېښنه وي کولای شي له ډیپلوماټیکو لارو یې اسلامي امارت سره شریکه کړي، دا حقیت دی، په افغانستان کې فقر او بې‌کاري یو چلنج دی خو د دې با وجود زموږ ژمنتیا پر خپل ځای ده."

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

ښاغلی شاهین تور پورې کوي او وايي، ځيني استخبارتي کړۍ د داعش تر نوم لاندې د افغانستان د خلکو او موجوده نظام په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

خو نوموړی د دغو استخبارتي کړیو نوم نه اخلي.

"طالبانو ته ډېره وسله پاتې شوې

په ورته وخت کې په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل په دې نظر دی، چې پاکستان په داشان څرګندونو سره غواړي له نړۍ باج واخلي.

ښاغلي میاخېل ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو ته ډېره وسله پاتې شوې نو هغه امکانات چې په افغانستان کې موجود دي کافي دي. خو د پاکستان هدف دا دی، چې له دې لارې دنیا او سیمه‌ییزو هېوادونو دغه شان امریکې او روسیې نه باج واخلي، چې که د طالب ملاتړ ونه کړئ او د پاکستان سره په دې کې همغږي نه شئ نو دا بد امني ده او د ترهګرو ډلو نفوذ به نورو منطقو ته سرایت وکړي، د دوی هېوادونو ته، نو د طالب سره د کومک په نامه دوی خپل اقتصاد تقویه کړي."

شاه محمود مياخېل
شاه محمود مياخېل

د یادونې ده، چې پاکستان یو ځل بیا په داسې حال کې افغانستان کې دننه او دغه هېواد سره پر کرښه د داعش او نورو سخت دریځو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښېي، چې داعش یا د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په دې وروستیو کې په افغانستان کې دننه خپل خونړي بریدونه زیات کړي دي.

تر ټولو وروستی خونړی برید یې د مرغومې په ۲۱مه نېټه په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته انتحاري برید و چې په دغه وزارت کې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو، یوازې د دې وزارت شپاړلس ډیپلوماتان او کارکوونکي په‌کې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت بیا په رسمي ډول د پنځو کسانو وژل کېدل او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.

خو د کابل ایمرجنسي روغتون په خپله توېټر پاڼه لیکلي وو، چې له برید څخه یوازې دوی ته تر څلوېښتو پورې ټپیان وروړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې طالب ویاندویانو تل په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG