د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

امريکا: طالبان دې د افغانانو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې تر پروني برید وروسته، د امریکا متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې او وايي، ښکاري چې وحشیانه تاکتیکونه په‌کې‌ کارول شوي دي.

د کابل په شهر نو سيمه کې پر یوه مېلمستون د داعش ډلې له برید چې بهرنیان په‌کې مېشت وو، ایمرجنسي روغتون ته، لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

د افغانانو ترڅنګ چې له دې ډول تاوتریخوالي ځورېږي، درېږو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د افغانستان په وخت ناوخته رسنیو ته وویل، افغانان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ دي او اوس د طالبانو مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي.

پرایس دا پېښه د داعش ډلې کار وباله او زیاته یې کړه: "موږ له طالبانو غواړو چې له نړیوالې ټولنې او په ځینو برخو کې د امریکا متحده‌ایالاتو سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. تر ټولو مهم؛ هغه ژمنې عملي کړي چې له خپلو خلکو سره یې کړي او یو له دې ژمنو د یوې داسې ټولنې چمتو کول دي چې له تاوتریخوالي پاکه وي. له همدې امله موږ هر څه له نږدې څارو او همدا ډول د افغانانو ترڅنګ چې له دې ډول تاوتریخوالي ځورېږي، درېږو."

نېډ پرايس
نېډ پرايس

که څه هم طالب چارواکو په دې پېښه کې یوازې د دوو بهرنیو وګړو د ټپي کېدو خبره کړې، خو رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، پرونۍ حمله کې د پنځو چینایانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې د دې پېښې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او عاملین یې له نیولو وروسته، مجازات کړي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې باید د چینايي وګړو امنیت خوندي شي.

خو طالبان بیا وايي، دوی د امنیتي خوندیتوب هڅه کوي او دا ډول بریدونه د دې لپاره کېږي چې وښيي، د افغانستان وضعیت نا سم دی.

بې له شکه چې د امنیت تامین زموږ مسوولیت دی."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار ازادي راډیو ته وویل: "لا هم تلاش روان دی چې امنیت ټینګ شي. دا اوس چې کومې هڅې کېږي دا دښمنانه دي او د ځینو مغرضو کړیو لاس په‌کې دی چې غواړي امنیت ناسم وښيي. دا حملې د همدې لپاره کېږي. بیا هم زموږ ځواکونه متوجه دي چې دا پدیده له بېخه ورکه کړي. بې له شکه چې د امنیت تامین زموږ مسوولیت دی."

طالبانو د پلازمېنې کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ پېښې د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌دي ورکړي.

خو سره له دې چې داعش ډلې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، طالبان یې لا هم کوم لوی ګواښ نه‌ بولي او وايي، دا ډله به افغانستان کې خپلو موخو ته و نه رسېږي.

له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي نږدې شپاړس مياشتې تېرېږي.

داعش ډلې له هماغې لومړیو اوونیو په کابل، ننګرهار، هرات، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي چې د طالب ځواکونو د يو شمېر مشرانو په ګډون یې ملکي افغانانو ته هم مرګ‌ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG