د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د کابل په شهرنو کې بريد؛ ۳ کسان وژل شوي او ۲۱ ټپيان دي


کابل کې د نن ورځې د چاودنې انځور
کابل کې د نن ورځې د چاودنې انځور

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د شهرنو په سیمه کې د یوه هوټل په ودانۍ برید د ۳ بریدکوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

ښاغلي مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او په دې برید کې هيڅ بهرنی وګړی نه‌دی وژل شوی.

د مجاهد په وینا یوازې دوه بهرني وګړي هغه وخت ټپيان شوي چې د ځان د ژغورلو لپاره یې له لوړ چت څخه ځانونه راوغورځول.

خو د کابل ایمرجنسي روغتون بیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، دا برید چې یو کیلو متر لرې له دې روغتون څخه شوی، ۲۱ ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي چې ۳ تنو یې په لاره کې ساه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې د دې حملې د شنډولو لپاره د طالبانو د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی.

ښاغلي ټکور ادعا کړې چې په دې هوټل کې اکثره عام وګړي اوسېدل خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب چارواکو له قوله لیکلي دي چې برید هغه مېلمستون ته نږدې شوی چې بهرنیان او چینايي شرکتونه په‌کې دېره دي.

ازادي راډيو ته هم یوې سرچینې تاید کړه، چې د کابل لوګان هوټل په کوم ځای چې حمله شوې له څو میاشتو راهیسې چینیانو ته په کرایه ورکړل شوی او د هوټل د خوندیتوب لپاره یې شاوخوا لارې هم بندې شوې وې.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG