د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د اسلامي همکاريو سازمان مزار شريف کې د پرونۍ چاودنې عاملانو سره د حساب غوښتنه کړې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان شمال د دوو خونړیو چاودنو شاهد و چې ملکي اهداف یې په نښه کړل.

تر ټولو تازه چاودنه پرون په مزارشریف کې د حیرتان د نفتي موادو د کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر وشوه چې د بلخ د امنیه قومندانۍ په وینا لږ تر لږه ۷ تنه یې ووژل.

د دغې قومندانۍ ویاند اصف وزیري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، پېښه د دریمې ناحیې په سیداباد څلور لارې کې په یوه کراچۍ کې د ایښودل شوي ماین له کبله شوې.

"دغې چاودنه کې د حیرتانو ښارګوټي د نفتي موادو د ادارې ۷ کارکوونکي په شهادت ورسېدل او ۶ نور ټپیان شول."

نوموړي وويل: "دغې چاودنه کې د حیرتانو ښارګوټي د نفتي موادو د ادارې ۷ کارکوونکي په شهادت ورسېدل او ۶ نور ټپیان شول. پېښه د سړک غاړې ماین له کبله شوې چې په کراچۍ کې ایښودل شوی و، په دې اړه زمونږ د پولیسو او امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي، مونږ د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکوو چې د دغې پېښې ذلیل او خوار عاملین به نیسو او د قانون منګولو ته به یې سپارو."

ځینې ځایي رسنیو په مزار شریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون په حواله ویلي چې، پیښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

تر پرون ماخوستن پورې لا د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه و منلی.

ارشيف
ارشيف

د مزارشریف پرونۍ خونړۍ چاودنه د بېلابېلو خواوو له لوري غندل شوې هم ده.

په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه چاودنه "وحشیانه" بللې او غوښتنه یې کړې چې عاملان یې باید پیدا او حساب کتاب ورسره وشي.

تاوتریخوالي د ریښې وچولو لپاره اړینه ده چې د دې ډول ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشي.

اعلامیه کې د دغه سازمان د جنرال قونسل په حواله ویل شوي چې، په افغانستان کې د سیاسي ثبات او تاوتریخوالي د ریښې وچولو لپاره اړینه ده چې د دې ډول ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم پر برید خواشیني ښودلې او غندلی یې دی.

ځینو فعالانو او سیاسي څېرو هم د برید غندنه کړې او لیکلي یې دي، افغانان لا هم د جګړې له اوره خوندي نه‌دي.

دا برید نژدې یوه اونۍ وروسته تر هغه کېږي چې ورته چاودنې د بلخ په څنګ لوري سمنګان ولایت کې ۱۶ تنه ووژل او شاوخوا شل نور یې ژوبل کړل.

نصير کنعاني
نصير کنعاني

د سمنګان د ایبک ښار چاودنه تېره چهارشنبه پر یوه دیني مدرسه کې وشوه او مرګ‌ژوبله یې هم ټوله د مدرسې زده‌کوونکو ته واړوله چې تنکي ځوانان و.

پرون سه شنبه د جلال اباد ښار د صرافیو په مارکېټ کې هم چاودنې لږ تر لږه ۹ تنه ژوبل کړل.

په افغانستان کې دغه چاودنې داسې مهال کېږي چې طالبان ادعا کوي په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی او په خبره یې د داعش ۹۸ فیصده ګواښ یې هم له منځه وړی دی.

د امنیتي چارو یو شمېر کتوونکي وایي چې داعش ډله او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور وسله‌وال مخالفان کولای شي وخت نا وخت په چاودنو او چریکي بریدونو سره د طالبانو حکومت ته سرخوږی جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG