د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

واشنګټن پوسټ: داعش د طالبانو د ژمنو کمزورۍ په خاطر بریدونه ډېر کړي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپانې د سمنګان ولایت په ایبک کې په یوه دیني مدرسه کې پرونۍ چاودنې ته پام اړولی او لیکي، په دغه چاودنه کې چې پرون ماسپښن مهال په ایبک کې په الجهادي مدرسه کې وشوه، په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو چارواکو د لږترلږه لسو کسانو وژل کېدل تایید کړې، خو نورو سرچینو د شاوخوا ۱۶ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا دېرشو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د دې مدرسې ټول زده کوونکي طالبان د ماسپښین د لمانځه لپاره راټولېدل.

د راپورونو له مخې دغه مدرسه د ځایي طالب چارواکو له خوا په دې وروستیو کې په هغه ځای کې پرانېستل شوې چې مخکې په کې ښوونکي روزل کېدل.

د ورځپاڼې په لیکنه داسې راپورونه ورکړل شوي چې دغه حمله د اسلامي دولت ډلې یا داعش کړې، هغه ادعا چې تراوسه نه ده تایید شوې، خو دا حمله هغو نورو ته ورته وه چې په تېر کې یې دغې سخت دریځې ډلې مسوولیت اخیستی دی.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې پر ښوونځیو، مدرسو، عبادت ځایونو او جوماتونو ډېرې خونړۍ حملې ترسره کړي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې هم له دغو حملو لاس نه دی اخیستی.

د ورځپاڼې په وینا داعش دغه حملې په دې خاطر زیاتې کړي چې د ټولو افغانانو لپاره د ډاډمن امنیت په برخه کې د طالبانو ژمنې کمزورې کړي.

سټارس انډ سټرایپس:

امریکایۍ سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د نوي مشرپه توګه د جنرال عاصم منیر دندې پیلېدو ته پام اړولی دی.

ورځپاڼې په دې اړه د اسوشیتیدپرس آژانس یو راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي، جنرال منیر د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه دنده داسې مهال پیل کړه چې له یوې خوا د پاکستان د حکومت او د اپوزیسیون د یوه پېژندل شوي، د تحریک انصاف پاکستان د ګوند د مشر عمران خان ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او له بلې خوا یوه ورځ مخکې یوې مهمې سخت دریځې ډلې، تحریک طالبان پاکستان، چې له پنځلسو کلونو راهیسې یې خونړۍ حملې ترسره کړي، بیا د حملو ګواښ وکړ.

د راپور له مخې د پاکستان پوځ چې له تاریخي پلوه پر چارو پراخ نفوذ لري او د دې هېواد د جوړېدو په ۷۵ کلونو کې یې نیمایي واک په لاس کې لرلی، له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له کله چې اسلام آباد له واشنګټن سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې سره یوځای شو، له کورنیو او بهرنیو سخت دریځو سره هم جګړه مخ ته وړې.

په سټارس انډسټرایپس کې وړاندې راغلي چې دغه ایتلاف ډېر پاکستاني سخت دریځي په قهر کړي چې یو شمېر یې له افغان طالبانو سره د امریکا پرضد هغې جګړې سره یوځای شوي وو چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پای ته ورسېده.

د ورځپاڼې په لیکنه یو له مهمو ننګونو چې د پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر به ورسره مخامخ وي، دا دی چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ډلې د نوي ګواښ پر وړاندې څه ډول غبرګون وښیي.

د هغې ډلې چې د روان میلادي کال په مې میاشت کې یې مشرانو په کابل کې د افغان طالبانو په مرسته د پاکستان له حکومت سره یو نامحدود اوربند کړی و چې هغه یې روانه اونۍ د حملو د بیا پیلولو په اعلان سره مات کړ.

په راپور کې کابل ته د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر سفر ته په اشاره ویل شوي چې ټاکل شوې وه نوموړې په دې سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د پاکستاني طالبانو د وروستي ګواښ په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

دا چې په دې اړه به د طالبانو له چارواکو سره خبرې شوي او هغوی په دې برخه کې څه کولای شي، جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د طالب چارواکو په وینا نوموړي کابل ته په سفر کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ګډون له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې حنا رباني کهر له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو لپاره دې نوي مېکانېزمونه را منځته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي.

خو ټولنیزو رسنیو کابل ته د مېرمن رباني کهر سفر ته له یوه بل لید لوري پام اړولی او ډېرو دا پوښتنې مطرح کړي چې ولې طالبان له پاکستانۍ لوړپوړې ډیپلوماتې سره ګوري او خبرې ورسره کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د کاراو زده کړې حقونه ترپښو لاندې کړي دي؟

XS
SM
MD
LG