د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

داعش په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت ومانه


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

داعش خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی دی.

د داعش خراسان څانګې ومنله چې د جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت برید کړی دی.

داعش ډلې ته نږدې یوې رسنۍ اعماق د یکشنبې په ورځ سهار وختي په ټېلیګرام دا خبر ورکړی او زیاتوي، دوو وسله‌والو یې چې په سپکو او متوسطو وسلو سنبال وو دا برید کړی.

د جمعې په ورځ هغه مهال چې کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني غوښتل له سفارت ووځي، ډزې پرې وشوې، هغه له دې برید روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې پېښه کې د داعش د لاس‌لرلو په اړه نن ازادي راډیو ته وویل: "داعشي کړۍ کله کله جنایات کوي، دا د دوی هغه وروستۍ هڅې دي. دلته کوم ډېر پېچلی برید نه‌دی شوی، یوازې یې یوې ودانۍ ته یوه پیکا پورته کړې ده او له هاغه ځایه یې د سفارت په ودانۍ ډزې کړي دي. له ډېر لېرې، له همدې امله یې زیان هم نه‌درلود او یوازې یو تن ټپي شوی دی. نو دا کوم پېچلی برید نه‌دی. په داعش پسې زموږ هڅې روانې دي چې دا وروستۍ هستې یې هم له‌منځه یوسوو."

له دې وړاندې داعش ډلې د سنبلې په ۱۴مه هم په کابل کې د روسیې په سفارت ځانمرګی برید وکړ.

په هغه حمله کې د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۶ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

دغه شان داعش ډلې په کندهار، ننګرهار، کونړ، بلخ، کندوز او مزار شریف کې هم جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه په نښه کړي چې په کې خلکو ته درنه مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده.

خو طالبانو د دې ټولو سره سره، لا هم داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره لوی ګواښ نه بولي.

وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي.

پرون د ننګرهار په جلال‌اباد ښار کې د یوه افغان سېک دوکان ته نږدې چاودنه وشوه چې په کې دوه تنه ټپیان شول.

تر خوا یې د جمعې په ورځ د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په دفتر ځانمرګی او وسله‌وال برید وشو چې په کې دوه تنه ووژل شول.

د لیندۍ په ۹مه د سمنګان په ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې هم چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۲۱ په کې ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو لویه دعوه د امنیتي خوندیتوب په برخه کې ده وايي، ټول افغانستان ته یې بشپړ امنیت راوستی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG