د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني برید روغ وتلی


ګلبدين حکمتيار
ګلبدين حکمتيار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني بریده روغ وتلی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکز دفتر دوه تنو وسله والو حمله وکړه چې دواړه حمله کوونکي له منځه یوړل شول.

په اعلامیه کې راغلي دي چې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په شمول د ګوند هیڅ چارواکي ته زیان نه دی رسېدلې یوازې په دې حمله کې د ښاغلي حکمتیار دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

خو حزب اسلامي ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې حمله کوونکو غوښتل هغه جومات ته ځان ورسوي او هلته موټر بم برید وکړي چې هره جمعه په کې ښاغلی حکمتیار د جمعې د لمانځه امامت کوي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې له پښو وغورځول شول.

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG