د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره په لومړۍ ليدنه کې څه ويلي؟


په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر له یوه پلاوي سره کابل ته راغلې او د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره يې لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي، حنا رباني کهر له امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي مېکانيزمونه را منځته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او د پرمختګ لپاره کار وشي.

له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي."

تکل زیاتوي، اغلې رباني کهر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی، څو په خبره یې، له دې لارې دوه اړخیزې ګټې خوندي وساتل شي.

نوموړی وايي: "پاکستاني هیئت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي."

حنا رباني کهر
حنا رباني کهر

دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې نږدې هره ورځ یوه ویډیو ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي چې ښېي، پاکستاني پولیس له افغانانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.

دغه شان پاکستان ډېر ځله دوی سره لارې تړي چې له امله یې افغان سوداګرو او تر خوا یې پورې غاړه اوښتونکو مسافرو ته لوی سر خوږی جوړوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي حنا رباني کهر سره کتنه کې په پاکستان د افغان بنديانو د خلاصون، د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د اسانتیاوو جوړولو، سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړي.

حنا رباني کهر د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم کتلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله رسمي ټوېټرپاڼه د دې لیدنې په اړه لیکلي، په دې کتنه چې د طالبانو د کانونو، اقتصاد او سوداګرۍ وزیران هم وو، په دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکاریو په ټینګښت خبرې شوي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره داسې مهال افغانستان ته راځي چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره شوی اوربند پای ته رسېدلی او تحریک طالبان پاکستان خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پاکستانی پوځ او پولیس په نښه کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالبانو د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ دوه ځله د خبرو منځګړيتوب کړی، خو دواړه ځله دا خبرې بې‌پایلې وې.

خو د خبرو له پیل راهیسې تر همدې تېرې اوونۍ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو څو مهم غړي وژل شوي.

طالبان داسې مهال له یوې پاکستانۍ لوړ پوړې چارواکې سره ګوري چې په کور دننه یې د افغان ښځینه سیاست‌والو فعالیت بند کړی، تر څنګ یې په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون مخه‌ نیولي او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG