د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

پاکستان په افغانستان او سیمه کې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ


حنا رباني کهر
حنا رباني کهر

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې حنا رباني کهر په افغانستان او سیمه کې د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اغلې کهر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره پرون (چهارشنبې) په کتنه کې وویل، د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او په دې هېواد کې سوله مهمه ګڼي.

د ځینو شنونکو په باور د طالبانو له واک ته رسېدو اته میاشتې وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې په سړېدو دي.

د دوو خواوو اړیکې هغه مهال سړې شوې چې پاکستان د افغانستان پر خوست او کونړ ولایتونو بمبارۍ وکړې.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دا بریدونه غیرانساني او ظالمانه وبلل.

په خوست کې د دې بمبارۍ له کبله یو ټپي رنګین نومېږي.

هغه وايي: "د شپې شاوخوا ۳ بجې وې. ټول په پشلمي بوخت وو. ناببره الوتکې راغلې او بمباري یې وکړه. زما کور په بمبارۍ کې ویجاړ شو. د ماشومانو او ښځو په شمول ۸ تنه شهیدان شول. ګاونډیانو زه له خاورو راوایستلم. خدای وساتلم، کنې په دې دنیا کې به نه وم."

په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د راپورونو پر اساس، د رنګین په شان لسګونه نور زیانمن شوي او د کورنیو غړي یې وژل شوي دي.

د طالبان د حکومت د چارواکو په وینا، د اپریل په ۱۶ مه د پاکستان په حملو کې لږترلږه ۴۷ تنه ووژل شول.

خپلواکو سرچینو تراوسه پورې د مرګ ژوبلو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان هم په دې اړه خوله پټه کړې ده.

خو د دغه هېواد ډیلي ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې حنا رباني کهر پرون وویل چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو د حملو په خاطر اندېښمنه ده.

XS
SM
MD
LG