د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ننګرهار کې لاریون کوونکو پاکستان ته د سخت ځواب ورکولو غوښتنه وکړه


په ننګرهار کې د پاکستان ضد لاريون کوونکو انځور
په ننګرهار کې د پاکستان ضد لاريون کوونکو انځور

په ننګرهار کې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون لاریون ترسره شو.

دغو لاریون کوونکو د پاکستان بریدونه بشري جنايت او پر افغان خاوره ښکاره تېری وباله.

د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د یوه لاریون پرمهال د کونړ او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري شوي بریدونه وغندل.

لاریونوالو د هغه قربانیانو انځورونه هم له ځانه سره لېږدول چې په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.

لاریونوالو چې د څو ساعتونو لپاره د تورخم- جلال اباد لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، د طالبانو له چارواکو یې غوښتنه کوله چې باید د دې عمل پروړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

یو تن لاریونوال وویل: "پاکستان په کونړ او خوست ولایتونو کې له مونږ سره زیاتی کړی دی، زمونږ یې بې ګناه ښځې او ماشومان راشهیدان کړي دي او مونږ ورته غلي ګورو، زمونږ غږ دې مشران واوري، مونږ د پاکستان زیاتی نه شو منلی."

دوی وايي، کلونه کېږي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر کونړ او ډیورنډ فرضي کرښې ته نیږدې په ځینو ولسوالیو توغندیز بریدونه کوي چې دا دوی ته د منلو نه دي.

په ننګرهار کې لاريون کوونکو له طالبانو د ورته عمل غوښتنه وکړه.
په ننګرهار کې لاريون کوونکو له طالبانو د ورته عمل غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو د دا ډول بریدونو پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې پر پاکستان فشار ډېر کړي څو له افغان ځورونې لاس واخلي.

یو بل تن لاریون کوونکي وویل: "نوم مې محب الله دی، پاکستان تل په خپلو بریدونو کې ملکي خلک په نښه کوي او دا کار عامو افغانانو ته د منلو وړ نه دی، زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې د پاکستان بریدونو ته سخت ځواب ورکړي، که زمونږ د سر په بدل هم وي ځواب دې ورکړل شي."

پر کونړ او خوست د پاکستانيو ځواکونو د شنبې د ورځې هوایي بریدونو پر ټولنیزو رسنیو هم افغانان په غوصه کړي او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو سرغړونه بللې ده.

د سیمې د خلکو په وینا، پاکستان دغه برید چې شااوخوا ۶۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان وو، په داسې مهال وکړ چې خلک د روژې لپاره د پیشلمي په کولو بوخت وو.

د همدې پېښې په غبرګون کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د پېښې د غندنې ترڅنګ یې ورته خپل شکایت هم وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG