د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د پاکستان د نوې کابينې لوړه؛ د بهرنيو چارو وزير لا نه دی ټاکل شوی


د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف
د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د کابینې د دیرش غړیو د لوړې مراسم ترسره شول خو د بهرنیو چارو وزیر یې لاهم نه دی ټاکلی.

په دې کابینه کې د اوو سیاسي ګوندونو غړي شامل دي، ځیني سیاستوال دې حکومت ته په دې نظر ګوري چې دوام به ونه کړي.

فرانس پریس اژانس څرګندوي چې داسې ښکارې چې د بهرنیو چارو وزارت به بلاول بوټو ته وسپارل شي. بلاول د پخوانۍ صدراعظمې بینظر بوټو زوی دی چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ووژل شوه او د بلاول نیکه ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۹ کال کې پوځي حکومت اعدام کړ.

که چیرته ۳۳ کلن بلاول بوټو د پاکستان د بهرنیو چار وزیر وټاکل شي نو دی به له هغو ځوانو وزیرانو څخه وي چې له لویدیځ سره به د اسلام اباد د اړیکو د ترمیم دنده ورپه غاړه شي.

بلاول بوتو
بلاول بوتو

دا روابط د عمران خان د صدارت په وروستیو کې، چې واشنګتن یې تورن کړ چې له واکه یې د ده د لرې کولو لپاره توطیه جوړه کړې ده، څه ساړه شوي ښکارې.

حنا رباني کهر چې یو وخت د پیپلز ګوند د بهرنیو چارو وزیره ټاکلې وه په نوې کابینه کې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې په توګه معرفي شوې ده.

د شهباز شریف په کابینه کې دولس وزیران د مسلم لیګ نواز، نهه د پیپلز ګوند، څلور د جمعیت علمای اسلام، دوه د متحده قومي مومنټ، او درې نورو وړو ګوندونو ته د کابینې یوه یوه څوکۍ ورسپارل شوې ده.

محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ د دې کابینې ادامې ته د شک په سترګه ګوري، ده د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:

« د دې حکومت چلول به دومره اسان کار نه وي ځکه چې مختلف الرای خلک دي او بیا دا دومره مختلف سوچ خلک چې په یوځای حکومت چلوي اسانه به نه وي»

کله چې په پاکستان کې کابینه لوړه کوي نو ولسمشر په دې مراسمو کې برخه اخلي، عارف علوي تېره اونۍ د صدراعظم شهباز شریف د لوړې په مراسمو کې ویلي و چې ناروغ دی، پرون یې بیا د ناروغۍ خبر ورکړ او د لوړې په دې مراسمو کې یې هم برخه وانخیسته.

XS
SM
MD
LG