د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

نیوز انټرنېشنل کابل ته د حنا رباني کهر په ننني سفر لیکنه خپره کړې


حنا رباني کهر
حنا رباني کهر

ډېلي مېل:

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر خبرو تمرکز کړی دی.

مطلب کې راغلي، یوسفزۍ له بریتانیا وغوښتل چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پیاوړي ګامونه پورته کړي.

۲۵ کلنې ملالې د یکشنبې په ورځ په لندن کې یوې اعتراضي غونډې ته خبرې وکړې.

دغې غونډې ته د فوزیه کوفي په څېر ښځینه فعالانو په ګډون سلګونه کسان راټول شوي وو.

د ډېلي مېل په مطلب کې راغلي، ملالې یوسفزۍ د نړۍ مشران تورن کړل چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په تړاو یې ځانونه غلي نیولي دي.

پر ملالې یوسفزۍ نږدې لس کاله وړاندې پاکستاني طالبانو سوات کې ډزې وکړې، خو هغه ترې ژوندۍ پاته شوه.

له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، اکثره ښځې شکایت کوي چې د کار او تعلیم حق ترې اخیستل شوی دی.

د لندن په ګډون یو شمېر نورو بهرنیو ښارونو کې افغان ښځې داسې مهال مظاهرو ته راوتلي چې کابل کې د راپورونو له مخې طالبانو یو شمېر معترضې ښځې توقیف کړي دي.

طالبان وایي، د اسلام او افغاني عنعنو له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د ښځو فعالانې دا خبرې عمومي بولي او نیوکه پرې کوي.

دوی وایي، طالبان دې د ښځو د حقونو په برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو تګلارې تعقیب کړي.

نیوز انټرنېشنل:

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې نیوز انټرنېشنل کابل ته په بهرنیو چارو کې د د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په ننني سفر یوه لیکنه خپره کړې ده.

مطلب کې راغلي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د یو شمېر وزارتونو له هغې ډلې مالیې وزارت چارواکي د دغه پلاوي غړي دي چې د طالبانو له رییس الوزرا، بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو چارواکو سره لیده کاته کوي.

وړاندې راغلي، د دغو لیدو کتو پر مهال دوه اړخیزې اړیکې، په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او له افغانستان سره ممکنه مرستې د بحث وړ مسایل دي.

ورځپاڼې لیکلي، مېرمن کهر کابل ته له سفر مخکې د خپل سفر په تړاو د پاکستان د مالیې له وزیر اسحاق ډار سره خبرې کړي دي.

حنا رباني کهر ۲۰۱۲ کال کې هم چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه، کابل ته تللې وه.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا کابل ته د ګاونډي هېواد د یوې لوړپوړې ښځینه چارواکې لومړنی سفر دی، دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو په کابینه کې هېڅ ښځه نه شته.

XS
SM
MD
LG