د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کابل ته د رباني کهر سفر؛ پاکستاني طالبانو پنځه میاشتنی اوربند پای ته رسولی


ارشیف: د پاکستاني طالبانو انځور
ارشیف: د پاکستاني طالبانو انځور

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره پنځه میاشتنی اوربند پای ته رسولی او خپلو وسله والو ته یې امر کړی چې خپلې حملې بیا پیل کړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي تي پي په یوه تند بیان کې خپلو ډلمشرانو او وسله والو ته امر کړی چې په دې هېواد کې یوځل بیا حملې پیل کړي.

په بیان کې راغلي چې پاکستاني طالبانو څو ځلې خبرداری ورکړ او زغم یې وکړ چې له حکومت سره مذاکرات لږترلږه د دوی له خوا زیانمن نه شي، خو زیاتوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو خپل بریدونه جاري وساتل.

په بیان کې چې بېګا مازیګر خپور شو او په پای کې یې د دې ډلې د دفاع وزیر په توګه د مفتي مزاحم نوم راغلی، ویل شوي چې دا مهال د بنو ولسوالۍ په مرکز لکي مروت او نورو سیمو کې د ټي ټي پي پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات روان دي نو ځکه ولسوالانو، والیانو او ډلمشرانو ته چې په بیان کې د ډلګۍ مشرانو په نوم یاد شوي امر کېږي چې د هېواد په کچه خپلې انتقامي حملې بیا پیل کړي.

د عکس ښي لورته مفتي حسن سواتی او د ټي ټي یو بل غړی چې د پاکستان حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کوي.
د عکس ښي لورته مفتي حسن سواتی او د ټي ټي یو بل غړی چې د پاکستان حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کوي.

پاکستاني طالبانو د سږني کال په غبرګولي میاشت کې د پاکستان د حکومت له استازو سره د افغان طالبانو په منځګړتوب د سولې خبرې پیل کړې.

د همدې خبرو په پایله کې دواړو لورو تر نامعلومې مودې پورې پر اوربند موافقه وکړه.

ټی ټی پي د افغان طالبانو په منځګړتوب حکومت سره اوربند وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

دا اوربند د طالبانو تر پرونۍ اعلامیې پورې ظاهراً پرځای پاتې و، که څه هم په دې ترڅ کې دواړو خواوو ترمنځ څو ځلې د نښتو راپورونه ورکړل شول.

د پاکستان صدراعظم د تلې په لومړۍ نېټه د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې د تروریستانو او له هغې ډلې د پاکستاني طالبانو له فعالیت څخه اندېښمن دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

شهباز شریف د خپلې وینا لپاره شواهد او دلایل وړاندې نه کړل، خو د طالبانو پر حکومت یې غږ وکړ چې د تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.

د ده له وینا وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې اړه د پاکستان او نورو هېوادونو اندېښنې بېځایه دي.

د شریف له څرګندونو یوازې یوه اونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو تور ولګاوه چې د جیش محمد سخت دریځې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا هم رد کړه.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کر نن په کابل کې د طالبانو د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.

حناب رباني کهر
حناب رباني کهر

معلومه نه ده چې په دې خبرو کې به د ټي ټي پي د پرونۍ پرېکړې خبره یاده شي که نه، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه لنډ بیان کې ویلي چې مېرمن رباني کهر او ورسره پلاوی به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG