نړۍ
د تحریک انصاف ګوند د پاکستان له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان وایي، ګوند به یې د دې هېواد له ملي او ټولو ایالتي اسامبلیو څخه ووځي.
عمران خان دغه اعلان پرون په راولپنډۍ کې په زرګونو پلویانو ته په وینا کې وکړ.
دا د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته لومړی ځل دی چې عمران خان په عام محضر کې راڅرګندېږي.
عمران خان دغه راز د اسلام آباد پر لور خپل احتجاجي لاریون هم لغوه کړ او ویې ویل، دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره وکړه.
عمران خان چې د تحریک انصاف پاکستان مشر دی، په دې هېواد کې له وخته مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، خو حکومت ویلي چې انتخابات له مهال وېش سره سم د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې ترسره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زلنسکي: د نړۍ په پرېکنده اقدام سره د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي

د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو په دې هېواد کې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.
ولودمیر زلنسکي په خپله بېګانۍ ویډیويي وینا کې وویل، دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.
په داسې حال کې چې روسيه د ختیځ بخموت ښار د نیولو لپاره جګړو ته دوام ورکوي زلنسکي د اوکراین د مقاومت او نه تسلیمېدو دلایل بیان کړل.
ده په دې دلایلو کې د اوکراین ویجاړ ښارونه او کلي، په نورو هېوادو کې د خلکو د ژوند د تباهۍ ګواښ او د سولې له خبرو د روسیې دوامداره تېښته یاد کړل.
د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون وویل چې، روسي ځواکونه په بخموت ښار کې حملو ته دوام ورکوي خو اوکرایني ځواکونه یې په ټینګ هوډ مخه نیسي.
پاکستان د امريکا په نوښت د ډيموکراسۍ سرمشريزه کې ګډون نه کوي

پاکستان اعلان کړی چې، په روانه اوونۍ کې د متحدوایالتونو په نوښت د ډیموکراسۍ په نوم سرمشریزه کې ګډونه نهکوي.
د ولسمشر جوبایډن ادارې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ته په دې غونډه کې چې نن او سبا په واشنګټن کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړې.
د دې غونډې مشري به امریکا له کوستاریکا، هالنډ، جنوبي کوریا او زامبیا سره په ګډه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا او د غونډې د نورو تنظیموونکو مننه کړې او ویلي یې دي چې، پاکستان به د ډیموکراسۍ د اصولو د ترویج او پیاوړتیا په برخه کې له امریکا او د غونډې له نورو ګډونوالو سره دوه اړخیزه همکاري وکړي.
'سرپرسکا' جمهوريت کې له غير انتفاعي سازمانونو د مالي راپورونو ورکولو غوښتنه شوې

د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون د سرپسکا (Srpska) جمهوریت یو چارواکی وايي، د بهرنیو اجنټانو د نوي قانون لهمخې، تر دې وروسته غیرانتقاعي سازمانونه اړ دي، چې په عدلیې وزارت کې د خپل مالي په اړه راپور ورکړي.
د سرپرسکا جمهوریت د عدلیې وزیر میلوش بوکیلوویچ (Milos Bukejlovic) پرون سهشنبه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د یادولو وړ ده چې د کلني تفتیش تر څنګ دا قانون دا امکان برابروي، څو په سرپسکا جمهوریت کې ټول حقیقي اشخاص او حقوقي بنسټونه د درخواست یوه فورمه ولېږي او دغه سازمانونه کېدی شي له مخکېني پلان پرته هم وڅېړل شي او تفتیش یې وشي."
د راپورونو لهمخې، د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون په سرپسکا جمهوریت کې پر غیرانتفاعي بنسټونو چې له بهره تمویلېږي، فشارونه زیات شوي دي.
برېتانيا او پولنډ اوکرايني بېکوره شويو ته د استوګنې اسانتياوې برابروي

د برېتانیا حکومت وايي، له پولنډ سره یو ځای هغو کسانو ته د استوګنې اسانتیا برابروي، چې پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته بېکوره شوي دي.
ویل شوي، چې د اوکراین په لوېدیځ او مرکز کې به دغو بېکوره شویو ته دوه موقتي کلي جوړ شي.
برېتانیا او او پولنډ ژمنه کړې ده چې، د دغو کلیو د جوړولو لپاره به لس ملیون پاونډه چې د ۱۲ اعشاریه ۳ ملیون ډالرو معادل کېږي، ورکوي.
د روسیې د یرغل په وړاندې د برېتانیا د ځواب د برخې په توګه د اوکراین زر وګړي د برېتانوي کورنیو لهخوا منل شوي، خو ځینې یې د دایمي کورونو په پیدا کولو کې زیاتې ستونزې لري.
د برېتانیا دولت ویلي، دغه کلي په «لویو» او «پولتاوا» کې جوړېږي، چې تر ۷۰۰ زیات کسان پهکې ځایېږي.
پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې له کبله یې په ملیونونو اوکراینیان اړ شول چې له خپلو اصلي مېنو یا په اوکراین کې دننه بل ځای ته کډه شي یا هم له اوکراین ووځي.
ايران کې د سپاه پاسداران يو جګپوړي قومندان اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یوه جګپوړي قومندان د ایران په جنوب ختیځ سیستان ـ بلوچستان ولایت کې معترضینو ته د رژیم له سرو کرښو د تېرېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ځوانې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د معترضینو د خونړۍ ځپنې وروسته هره اوونۍ د جمعې له لمانځه وروسته خلک د حکومت ضد اعتراضي لاریونونه ترسره کوي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور لهمخې، د دغه ځواک د پلي ځواکونو قومندان محمد پاکپور ویلي چې، په دې ولايت کې لاریونونه هغه کسان چې ده ورانکاري افراد او دښمنان وبلل، ترسره کوي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که څوک د خلکو د امنيت د خرابولو هڅه وکړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.
هغه په دې اړه چې د حکومت لپاره سره کرښه څه ده، نور جزئیات ورنهکړل.
د سیستان ـ بلوچستان ولایت په ډېرو سیمو کې د انترنېټ د خرابوالي او د معترضینو کورنیو ته د امنیتي ادارو لهخوا د ګواښ له امله د ډېرو نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه کره معلومات نهشته.
په زاهدان کې د سپټمبر په دېرشمه د امنیتي ځواکونو لهخوا په خونړي تاوتریخوالي کې نږدې سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي و.
چارواکي: روسیې پر کییف او شاوخوا سیمو د حملو نوې څپه پیل کړې

د اوکراین پوځ وايي چې روسیې پر کییف او شاوخوا سیمو یې د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې، خو وايي، د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو یې ټولې الوتکې له منځه وړې دي.
د اوکراین د ستر درستیز دفتر په خپل راپور کې ویلي چې روسیې په خپلو حملو کې له ۱۵ بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو کار واخیست چې ۱۴ یې اوکرایني ځواکونو نسکورې کړې.
بل خوا د اوکراین پوځ په ختیځ ښار باخموت او شاوخوا سیمو کې د درنو جګړو د دوام خبر ورکوي.
د خطر زنګونه بېګا لومړی د کییف په شاوخوا سیمو او زاپوريژیا، دینه پرو پېتروفسک، چرني هیف او لوهانسک کې وکړنګېدل چې وروسته بیا خرسون ښار ته هم وغځېدل.
د راپورونو له مخې روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې خپلې حملې پراخې کړې دي.
د چین ولسمشر د عربستان له صدراعظم او ولیعهد سره خبرې کړي

د چین ولسمشر شي جین پېنګ د سعودي عربستان له صدراعظم او ولیعهد محمدبن سلمان سره ټلیفوني خبرو کې، د ریاض او تهران ترمنځ د مذاکراتو او نور مسایلو په اړه بحث کړی.
دا خبر د چین رسمي خبري آژانس ورکړی.
د خبري آژانسونو د راپورونو له مخې شي، بن سلمان ته ویلي چې هیله من دی د دواړو هېوادونو اړیکې به د مذاکراتو د نتایجو پر اساس ښې شي.
د چین ولسمشر په وروستیو کې د ریاض او تهران ترمنځ د خبرو منځګړتوب وکړ څو د منځني ختیځ د دې دوو سیالو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بیا ټینګې شي.
د ایران په شوش کې مامورینو او متقاعدینو اعتصاب کړی

د ایران په جنوب غربي ښار شوش کې مامورینو او متقاعدینو اعتصاب کړی.
دوی د ژوند د ناوړه شرایطو پر وړاندې اعتراض کړی او پر حکومت یې فشار راوړی څو په نوي کال کې یې تنخواه ګانې او د تقاعد حقوق یې ورزیات کړي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو یویدیوګانو کې یوه ډله خلک لیدل کېږي چې د سیمه ییزې حکومتي ادارې مخې ته راټول شوي دي او په خپلو شعارونو کې وایي چې ظلم نور بس دی او زموږ دسترخوانونه تش دي.
دا اعتصاب له هغو اعتراضونو څو اونۍ وروسته کېږي چې په شوش ښار کې د دولتي ودانیو مخې ته د اعتراضیه یکشنبه ګانو په نوم پیل شوي وو.
د اوکراين پوځ په دونېڅک سيمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی

د اوکراین پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او ویلې یې دي، روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل.
د دوی په وینا، د جګړې تمرکز بیا هم پر بخموت ښار و.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، ځواکونو یې د بخموت ښار پر شاوخوا سیمو د روسیي پوځیانو ۶۰ بریدونه شنډ کړي دي.
اوکرایني چارواکي وایي، روسیه دغلته پر پوځي اهدافو، زېربناو او ملکي اهدافو بریدونه کوي چې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.
په دونېڅک او خارکیف کې د دوه ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.
روسي اړخ لا د جګړې په تازه پرمختګونو تبصره نهده کړې.
د جنوبي کوريا پوځ: شمالي کوريا دوه باليستيک توغندي توغولي

د جنوبي کوریا پوځ نن دوشنبه ویلي، شمالي کوریا له خپلو ختیځو سواحلو دوه بالیستیک توغندي ویشتلي دي.
د جنوبي کوریا لوی درستیز ویلي، دغه توغندي د هوانګه ولایت پر لوري ویشتل شوي او ۳۷۰ کیلومتره مزل یې کړی دی.
د جاپان د حکومت د معلوماتو له مخې داسې ښکاري، چې دغه توغندي د جاپان له انحصاري اقتصادي سیمې بهر لګېدلي دي.
د جنوبي کوریا پوځ دغه اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې ده.