د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د طالبانو له حکومت د پاکستان غوښتنه: د جېش محمد ډلې مشر 'مولانا مسعود اظهر' ونيسئ


د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر
د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې، د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ونیسي.

جېش محمد تنظیم په پاکستان کې منع اعلان شوی دی.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې په کابل کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د جېش محمد د وسله والې سختدریځې ډلې مؤسس او مشر مولانا مسعود اظهر ومومي او ونیسي.

د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ورته ویلي چې، دوی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د مسعود اظهر د اوسېدو ځای معلوم او دوی ترې خبر کړي او ویې نیسي ځکه چې د پاکستان په باور نوموړی د افغانستان په کوم ځای کې اوسي.

خو د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د ازادي راډیو د ګندهارا انګلیسي وېبپاڼې چلوونکی ابوبکر صدیق د مسعود اظهر په اړه وايي: "مسعود اظهر له دیوبندي فرقې سره تعلق لري، او په پاکستان کې یو وتلی جهادي قوماندان یا مشر ګڼل کېږي، په ده باندې ډېر تورونه دي او د ملګروملتو او نورو هېوادونو د تروریزم په لېستونو کې شامل دی، په دې خاطر پاکستان یو وخت د پنجاب ایالت په بهاولپور کې په خپل کور کې نظر بند کړی و. خو اوس که دی خلاص شوی وي او افغانستان ته تللی وي نو دا د دې ښکارندوی دی چې پر پاکستان نړیوال فشار دی چې په افغانستان کې د تروریزم هغسي ځالې جوړې نه‌شي چې د طالبانو په پخواني حکومت کې وې."

جېش محمد تنظیم په پاکستان کې منع اعلان شوی دی.
جېش محمد تنظیم په پاکستان کې منع اعلان شوی دی.

مسعود اظهر په ۱۹۹۹ م کال د طالبانو د حکومت په تېره دوره کې د یوې هندۍ مسافر وړونکې الوتکې په تښتولو کې په لاس لرلو تورن و او له همدې کبله هند له پاکستان څخه د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه کوله.

د سیاسي چارو افغان نظر خاوند عبدالکریم حقانیار وايي، باور نه‌لري چې مسعود اظهر دې په افغانستان کې وي.

نوموړی وايي: "زما په اند د پاکستان له لوري د جېش محمد د مشر مسعود اظهر غوښتنه له طالبانو څخه د دوو هدفونو له مخې شوې ده؛ یوه دا چې هند ته وښيي چې څه د پاسه شل کاله پخوا هندي الوتکه د پاکستان په اشاره نه وه یرغمل شوې، بل‌خوا هندي سیاستوال شکمن کړي او ورته وښيي چې طالبان له هندوستان سره په دوستانه اړیکو کې اخلاصمن نه دي."

خو پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته په استولي لیک کې ویلي چې ښايي اظهر په ننګرهار یا کونړ کې وي.

XS
SM
MD
LG