د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

هند رسماً خپل د ۷ سرتېرو د وژلو تور پر "جېش محمد" ډلې پورې کړ


د هند د ترورېزم ضد عالي ادارې په پاکستان کې دېره د یوې سخت دریځې ډلې مشر او درې نور سخت دریځي تورن کړل چې د هند پر یوې هوايي اډې یې په جنوري کې حمله ترسره کړې وه.

د هند په شمال کې پر دغې اډې په وسله‎وال برید کې اووه هندي سرتېري وژل شوي وو.

د هند د تحقیقاتو ملي ادارې «NIA» د دوشنبې په ورځ د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر، د هغه ورور مفتي عبدالرؤف اصغر او د دې ډلې دوه نور غړي په رسمي توګه تورن کړل او دوسیه‌یې محکمې ته وړاندې کړه.

د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې ټول تورن کسان په پاکستان کې اوسي.

دغې ادارې وویل، د هغو څلورو وسله‎والو چې له پاکستانه راغلي و او هندو ځواکونو ووژل، له ټیلیفوني مکالمو او د خوراکي موادو د خالي کڅوړو چې په پاکستان کې تولید شوي او د خوراکي نورو موادو د پاتې شونو څخه چې په یوه ځنګله کې موندل شوي، معلومه شوه چې حمله کوونکي له پاکستانه راغلي و.

پاکستان تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه‌دي ویلي او داسې نه‌برېښي چې دا هېواد به د جېش محمد د ډلې مشر مولانا مسعود اظهر او نور تورن هند ته په لاس ورکړي چې هلته‌یې محاکمه کړي.

د هند د تحقیقاتو ملي ادارې دغه‌راز وویل چې د څېړنو په نتیجه کې معلومه شوه چې حمله کوونکي په پاکستان کې د اظهر او د هغه ورور مفتي عبدالرؤف له‌خوا روزل شوي، تشویق او افراطيت ته هڅول شوي دي.

پاکستان له دې مخکې هم سخت دریځو ته د ځای او روزنې په ورکولو تورن شوی خو اسلام‎اباد دغه تورونه تل رد کړي دي.

هند دغه‌راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې غوښتي چې اظهر ترورېست ونوموي خو د اسوشیټېډ پرېس په وینا چین چې له پاکستان سره له اوږدې مودې راهیسې نېږدې اړیکې لري ښایي د هند د دې هڅې مخه ونیسي.

دغه ډله پخوا په هند کې په تور لېست کې شامله شوې ده.

هند د تېرې جنوري میاشتې له حملې وروسته له پاکستان سره د کشمیر د لانجې او نورو ستونزو پر سر رسمي خبرې ودرولې.

اظهر مخکې هم د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترسره شویو حملو په خاطر مجرم پېژندل شوی و او څو کاله‌یې د هند په زندان کې تېر کړي و.

نوموړی په ۱۹۹۹ کال د یوې هندي تښتول شوې الوتکې د برمته سپرلیو د خوشې کېدو بدل کې له زندانه خوشې شوی و.

XS
SM
MD
LG