د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د همغږو اقداماتو غوښتنه وشوه


د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ولسمشر ایمانوېل مکرون او چپ لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ولسمشر ایمانوېل مکرون او چپ لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یوې ګډې تګلارې له مخې په همغږۍ اقدامات وکړي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې هېواد ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په هغه اعلامیه کې چې د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر پر رسمي ویبپاڼه خپره شوې راغلي چې دواړو ولسمشرانو پرون ناوخته د ټېلیفون له لارې د سیمه ییز امنیت ترڅنګ د ترهګرۍ، افراطیت او له نشه یي توکو سره پر مبارزې غږېدلي دي.

په اعلامیه کې دغه شان لیکل شوي چې د دواړو مشرانو خبرې د افغانستان په اوسني وضعیت متمرکزې وې او د افغانستان د امنیتي، سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه مفصلې خبرې وشوې.

د اعلامیې پر بنسټ، په دې ټېلیفوني خبرو کې دواړو ولسمشرانو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په همغږۍ د نړیوالې ټولنې د ګډو تګلارو او اقداماتو د پراختیا غوښتنه کړې.

د فرانسې او تاجکستان ولسمشران داسې مهال د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کوي چې پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدل یوازې د افغانانو مسوولیت نه دی، بلکې اړتیا ده چې نور هېوادونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي.

د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان په غونډه کې له افغانستان نه د سیمې هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین


پوتین ویلي و چې په افغانستان د ترهګریزو فعالېتونو له پراخېدو سره د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د افراطي ایډیالوژۍ خپرېدل په سیمه کې د افراطي ډلو د فعالیت خطر زیاتوي چې له دې امله دوی اندېښنې لري.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو اندېښنې بې ځایه وبللې.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم ویلي چې د دې ادارې مرستیال ازبکستان او تاجکستان ته په خپل سفر کې د افغانستان پر وضعیت او د طالبانو له سرپرست حکومت سره د مذاکراتو لپاره د نړیوالې ډلې پر ایجاد بحث وکړ.

خو سیاسي شنونکی طارق فرهادي د سیمې او ګاونډيو هېوادونو اندېښنو او د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوالې ډلې جوړېدو ته په کتو وايي، تر هغو به د افغانستان په وضعیت کې بدلون را نه شي چې د طالبانو رهبري ونه غواړي.

هغه وویل: "که دا نړیواله ډله له بهرنیانو او اروپایانو جوړه شي، طالبان ورسره مذاکره کوي او خوشالېږي هم، خو بیا هم د طالبانو پخواني مرکچیان ورځي او هماغه پخوانۍ خبرې کوي چې له موږ سره تعامل وکړئ او خوښ هم دي چې دا یو ډول تعامل دي، خو په دې ډول کوم تغیر نه راځي، تر هغو چې د طالبانو دننه یعنې په کندهار کې د تغیر پرېکړه ونه شي."

فرهادي زیاتوي، د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه خبره پر ښځو او نجونو د اوسنیو محدودیتونو کمول او هغوی ته د کار او زده کړو اجازه ورکول دي، خو په خبره یې په کابل کې شته وزیران دا صلاحیت نه لري او هغوی هم تل له بهرنیو چارواکو سره په خبرو هغوی ته وايي چې منتظر دې شي.

د افغانستان په اړه د ګاونډيو او د سیمې هېوادونو اندېښنې او د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره د اقداماتو خبرې داسې مهال کېږي چې طالبانو د مخکنیو محدودیتونو په دوام تازه په عام محضر کې د قصاص او تعذیر لړۍ هم پیل کړې ده چې په نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه درلودل.

که څه هم طالبانو په ځلونو ویلي، چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه پېښوي او په کورنیو مسایلو کې د خپلو پرېکړو په اړه یې هم ویلي چې دا د افغانستان کورني مسایل دي.

خو د جولای میاشتې په ۳۱ مه په کابل کې د امریکا دروڼ الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونه اندېښمن دي.

ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

بلخوا نړیوالې ټولنې په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو بشري حقونو ته درناوي وکړي او د زده کړو او کار اجازه ورکړي، خو له ۱۵ میاشتو وروسته لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تللای په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې ښځې کار ته له تګ راګرځول شوي او ډېر نور محدودیتونه هم پرې لګېدلي دي.

دې محدودیتونو په کور دننه او بهر غبرګونونونه درولودل، خو طالبانو یې په اړه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG