د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي


ارشیف، نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه
ارشیف، نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې دفتر مشره دیبورا لاینز به امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

اغلې لاینز د دې غونډې په اړه تېره اوونۍ چهارشنبې په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې کړې وې.

هغه وخت یوناما ویلي و چې د بشري مرستو، د اقتصادي پرمختګ مخې ته د پرتو خنډونو او ښوونځیو ته د ټولو نجونو او هلکانو د بیا ورتګ پر تیاري یې خبرې کړې دي.

د یوناما مشره دیبورا لاینز
د یوناما مشره دیبورا لاینز

تر دې لیدنې کتنې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا منسجم کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و که د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونه‌نیول شي، خلک به ومري او ترهګري به پراخه شي، خو د طالبانو د بهرنیو چاور وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي متقي دیبرا لاینز ته وویل چې دا څرګندونې له حقیقته ليرې دي.

دی زياته کړې وه: "افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پاروونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد

ملګرو ملتونو له نړیوالو د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، خو دا څرګنده نه‌ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به برخه‌وال په بشري برخه کې د افغانستان په تړاو څه نظر ورکړي، ځکه چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په نیویارک کې د افغانستان په اړه په داسې وخت کې دا غونډه جوړېږي چې د نړۍ پاملرنه د اوکراین مسئلې ته اوښتې ده او ملګرو ملتونو هم د اوکراین جګړې ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG