د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

نړیوال بانک د افغانستان د ځینو پروژو د تمویل لپاره نوی پلان چمتو کړی


د افغانستان د بیارغونې د صندوق اداري چارې نړیوال بانک پرمخ وړي.
د افغانستان د بیارغونې د صندوق اداري چارې نړیوال بانک پرمخ وړي.

نړیوال بانک هغه طرح چمتو کړې چې له مخې یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کنګل شوېو څه باندې یو میلیارډ ډالرو ۶۰۰ میلیونه پرهغو پروژو لګول کېږي چې ګټه یې په افغانستان کې تعلیم، کورنۍ او ټولنې ته رسېږي.

رویټرز خبري اژانس د نړیوال بانک د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د نړیوال بانک مشرتابه بورډ د مارچ په لومړۍ نېټه د دې طرحې په اړه بحث وکړي او د پیسو د ورکړې په اړه وروستۍ پرېکړه به هغه هېوادونه کوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته یې بسپنه چمتو کوله.

د افغانستان د بیارغونې د صندوق اداري چارې نړیوال بانک پرمخ وړي.

سرچینه زیاتوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د اقتصادي سقوط په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي تمه ده چې دا پیسې به د یونسېف، د خوړو د نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې د ادارې په ګډون د ملګرو ملتونو د ایجنسیو په وسیله د غذایي خوندیتوب، روغتیا او تعلیم پر پروګرامونو ولګول شي.

مرستندویو هېوادونو په ډسمبر میاشت کې دا ومنله چې له دې صندوقه ۲۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو د مرستې صندوق یا یونیسیف ته ورکړل شي، څو افغانستان کې یې د روغتیا او د ماشومانو د تغذیې پر برخو ولګوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په جنوري میاشت کې امنیت شورا ته د وینا پر مهال د افغانستان د بیارغونې د صندوق د ۱،۲ میلیارد ډالر کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش

تېره اوونۍ متحدایالاتو هم اعلان وکړ چې د افغانستان د ۷ میلیار‌ډه ډالر کنګل شوې شتمنۍ نیمايي د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې کوي.

که څه هم دې پرېکړې له دې کبله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې زېرمې پاتې نیمايي د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو له خوا د طالبانو پر ضد د حقوقې دعوې لپاره ځانګړې کړه، په هېواد کې دننه د مخالفت غبرګونونه وپارول، خو د امریکا حکومت وویل چې دا پرېکړه د افغانستان د خرابېدونکي بشري او اقتصادي وضعیت د مخنیوي لپاره شوې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG