د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د طالبان حکومت: د اردو جوړولو ۸۵ سلنه کار مخ ته تللی


د طالبانو بدري قطعه
د طالبانو بدري قطعه

په داسې حال کې چې نن په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتې او شپږ ورځې کېږي، د حکومت د دفاع وزارت یې ډېر ژر د اردو د جوړېدو خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ازادي رادیو ته وویل چې د پوځ یا اردو د جوړولو پنځه اتیا سلنه کار مخته تللی او ډېر ژر به د افغانستان خلک د یوې مجهزې اردو خاوندان شي.

خوارزمي زیاتوي:" تقریباً اتیا، پنځه اتیا سلنه کار شوی، په ډېر نېږدې راتلونکي کې به د افغانستان خلک یوه مجهزه، منظمه، خپلواکه او ژمنه اردو ولري."

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي

دا په داسې حال کې ده، مخکې تر دې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یقوب مجاهد هم د افغانستان ملي تلوېزیون سره په خبرو کې د یوې مجهزې اردو د جوړولو خبره کړې وه او ویلي یې و چې د اردو لپاره د نوم لیکنې بهیر تر اتیا زرو کسانو پورې رسېدلی دی.

که څه هم ښاغلي خوارزمي د دغې اردو د تمویل په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه خو محمد یقوب مجاهد په خپله مرکه کې ویلي و د دوی نوې اردو به ۱۱۰ زره کسیزه وي او د چا په مرستو به هم تکیه نه وي.

خو د مخکېني نطام د دفاع وزارت یو چارواکی بیا وايي، په دومره کم وخت کې په خپل اصلي مفهوم د اردو جوړېدل ناشونې خبره ده.

د تېر جهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل وایي:" د اردو شکل خو تر اوسه پورې دوی نه لري او نه دومره ژر اردو چې په کوم مفهوم باندې ده هغه جوړولی شی، البته جنګي ډله ده، جنګي قطعات یې جوړ کړي دي، یا یې جوړوي، یا یې درلودل له مخکې نه یواې نوم یې ورته بدل کړی دی."

د تېر جهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل
د تېر جهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل

ښاغلی میاخیل د اردو د تمویل موضوع هم مهمه ګڼي.

د مخکېني نظام د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت شورا د وروستیو راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې شا اوخوا درې نیم لکه امنیتي او دفاعي ځواکونه و چې د نړیوالې ټولنې، ډېری د امریکا په مرسته تمویلېدل.

خو د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مې نېټه په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره دا پوځ چې میلیاردونه ډالره پرې لګښت شوی وو وپاشل شو چې یو شمېر یې له هېواد بهر ولاړل او یو شمېر یې هم په هېواد کې دننه په کورونو ناست دي.

XS
SM
MD
LG