د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

هشت صبح: روسیه باید له داعش سره په جګړه کې په طالبانو حساب ونه‌کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې د ملګرو ملتونو امنيت شورا وروستي راپور ته اشاره کړې چې د القاعده شبکې مشر ايمن‌الظواهري په افغانستان کې دی!

وړاندې راغلي، دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د بهرنيو ځواکونو له وتو سره سم په افغانستان کې د ترهګرۍ پر بېرته فعالېدا ستره وېره او اندېښنه ښکاره کېږي.

د لیکوال په باور، د ملګرو ملتونو دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې پاکستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو له بهير سره سم په ټول زور هڅه کوي چې افغانستان ناامنه کړي، د افغانستان ګڼې سيمې طالبانو لاندې کړي او ان د دې لپاره پاکستان خپلې ملېشې هم کاروي چې د ترهګرۍ ځالې افغانستان ته را انتقال کړي.

لیکوال ټینګار کړی چې ترهګري نه‌يوازې د افغانستان په وړاندې ستونزه ده، بلکې دا سيمه‌ييز او نړيوال ګواښ دی چې بايد مخنيوی يې وشي او بايد په ګډه د ترهګرۍ ځالې، د تمويل سرچينې او ملاتړې ادارې يې له‌منځه يووړل شي کنه په وینا یې له دې پرته دا نړيوال خطر له‌منځه نه‌شي تلی.

دغې ورځپاڼې لیکلي، پاکستان، ايران او روسيه چې د ترهګرۍ عمده ملاتړي لوري دي، بايد تر سخت نړيوال فشار لاندې راوستل شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې روسیه باید له داعش سره په جګړه کې په طالبانو حساب ونه‌کړي.

د لیکوال په وینا، که څه هم ظاهراً طالب د روسیې لپاره یوه ترورېستي ډله ده، خو بیا هم روسیه طالبانو ته د داعش په وړاندې په مبارزه کې د یو متحد په توګه ګوري.

وړاندې راغلي چې روسان له طالبانو ملاتړ کوي، خو هغه څه چې د دولت او طالب ترمنځ په جګړه کې د اندېښنې وړ ده هغه د داعش ګواښونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه اعلان چې داعش په ننګرهار او کونړ کې تر ماتې وروسته نورستان، بادغیس، سرپل، بغلان، بدخشان او کندز ته تللي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا مهال د داعش خراسان څانګه دغو ولایتونو کې په سربازګیري بوخته ده او احتمال دا دی چې تر ۱۰ زرو پورې به جنګیالي راجذب کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې ټینګار کړی چې باید د جګړې قرباني ماشومان هېر نه‌شي.

وړاندې په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون راپور ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال جریان کې ۵۶۵ ماشومان افغانستان کې وژل شوي او یو زر او ۴۵۴ نور ماشومان ټپيان شوي دي.

لیکوال ټینګار کوي چې په جګړه کې ټپي ماشومانو درملنه باید په وړیا ډول ترسره شي ځکه اکثره کورنۍ بې‌وزلې دي او د خپلو ماشومانو درملنه په سمه توګه نه‌شي کولای.

وړاندې د امنې په نوم یوه ماشومه د بېلګې په ډول یاده شوې چې تازه د کابل دشت‌برچي یو زېږنتون کې پیدا شوه او د وسله‌والو برید کې یې پر پښې مرمۍ وخوړه، خو کورنۍ یې د درملنې وسه نه‌لري.

لیکوال انتقاد کړی چې که څه څه هم ولسمشر غني اعلان کړی و چې د وژل شویو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او ټپيانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته کوي، خو په وینا یې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG