د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

جرمني: طالبانو سره په دې شرط غږیږو چې نړېوال ترورېزم سره هېڅ تړاو ونه لري


د طالبانو سیاسي استازي
د طالبانو سیاسي استازي

جرمني وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو اراده نه لري، خو یوازې له دې ډلې سره په دې شرط خبرو ته حاضریږي چې له نړېوال ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري.

په هند کې د جرمني ځانګړي استازي والټر لینډلر د دوشنبې په ورځ ANI ته وویل چې د طالبانو بریا سره ممکن نړیواله ترهګري پیاوړې شي.

لینډلر زیاته کړه: "لومړی، موږ به له طالبانو سره د ټیټې کچې خبرې وکړو، دا هغه څه دي چې موږ په دوحه کې درلودل. د طالبانو او افغانستان لپاره زموږ شرط دا دی چې هغوی له نړیوال ترورېزم هېڅ ملاتړ ونه کړي."

د هند لپاره د جرمني ځانګړي استازي وویل چې هغه په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته د ترهګرۍ د زیاتېدو د احتمال په اړه خپله اندېښنه له هندي چارواکو سره شریکه کړې ده.

د هند لپاره د جرمني ځانګړي استازي زیاته کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون هېڅ لویه نړیواله مساله د هند له حضور پرته نه شي حل کېدی.

هند چې د پخواني افغان حکومت یو مهم متحد و د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته، په دې تړاو خپلې اندېښنې د نړۍ له مشرانو سره شریکې کړي چې داسې نه شي دا هېواد له افغانستانه د برید هدف وګرځي.

د هند صدراعظم ناریندرا مودي تېره پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس سره وکتل او له هغې سره یې سیمې ته د ترهګرو د راتګ په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي. هغه د کوم مشخص هېواد نوم د ترهګرو د تمویلونکي په توګه وانه خېست، مګر ظاهراً یې پاکستان ته اشاره وکړه.

د هند صدراعظم ناریندرا مودي تېره پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس سره وکتل
د هند صدراعظم ناریندرا مودي تېره پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس سره وکتل

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس هم د هند صدراعظم ته وویل چې ځینې ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعالیت کوي، نو دا په پاکستان غږ کوي د هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې متحده ایالاتو او هند ته ګواښ پیښولی شي.

مودي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل چې دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د خپرېدو او ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

تر دې دمه په نړۍ کې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.

طالبان وايي، د دوی د حکومت په رسمیت پیژندلو پروسه به ډېر ژر په ځینو هېوادونو کې پیل شي.

د طالبانو ویاند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړي دي او د دې هېوادونو ډېر استازي هم افغانستان ته ورغلي.

د هند لپاره د جرمني له ځانګړي استازي څخه وپوښتل شول چې ایا د هغه هېواد به د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني؟

هغه ځواب ورکړ چې اوس وخت داسې پلان نشته او که له طالبانو سره خبرې هم کېږي، د بشري مرستو او د هغو کسانو په تړاو به وي چې غواړي له افغانستان راووځي.

XS
SM
MD
LG