د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

عمران خان: که طالبان په رسمیت ونه‌پېزندل شي افغانان به سخت بشري ناورین سره مخ شي


د اسلامي همکاریو د سازمان د ۴۸مې غونډې ګډون کوونکي
د اسلامي همکاریو د سازمان د ۴۸مې غونډې ګډون کوونکي

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېزندل شي افغانان به له سخت بشري ناورین سره مخ شي.

ښاغلي خان د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ۴۸مې غونډې په لومړۍ ورځ د خپلو خبرو پر مهال وویل، له تېرو ۴۰ کالو راهیسې افغانان داسې ستونزې ګالي چې د نړۍ هېڅ قوم نه‌دي تجربه کړي او افغانان نه‌غواړي چې نور خلک پرې خپله خبره تحمیل کړي.

نوموړي په نړیوالو غږ وکړ چې باید د طالبانو له حکومته بندیزونه لیرې کړي او په رسمیت‌يې وپېژني ځکه د ده په خبره په دې سره به افغانستان باثباته شي.

ښاغلي خان دغه‌شان وویل، ټول باید له افغانانو سره چې اوس‌مهال د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي مرسته وکړي تر څو د ده په خبره له دې سیمې نړیواله ترهګري بنده شي.

په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان یا «او ای سي» دا غونډه د پاکستان په کوربه‌توب نن سې شنبه «۱۴۰۱ کال د وري ۰۲» پیل شوه او سبا هم دوام کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه

دې غونډې ته د [اتحاد، عدالت او پرمختګ لپاره د ملګرتیا] رامنځته کولو نوم ورکړل شوی دی او د افغانستان مسئله‌يې هم د اجنډا مهمه برخه ده.

غونډې ته د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه وویل د افغانستان د ثبات په اړه د نړیوالو سره په اړیکه کې دی او د افغان چارواکو او نړیوالو متحدینو سره یوځای د افغانستان د ثبات په اړه د هڅو ګړندي کولو ته اړتیا ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان په دې غونډه کې د بیلابیلو ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو برخه اخیستې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نورو خبرو ترڅنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې هېڅ‌چا ته باید اجازه ورنه‌کړل شي چې افغانستان بې‌ثباته کړي.

ښاغلي قریشي ویلي چې د داعش یا اسلامي دولت خراسان څانګې له وسله‌والو سره د مبارزې په هدف باید طالبان وهڅول شي او په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو، القاعده او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

نوموړي یو وار بیا ویلي چې باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال

دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نه‌دی ورغلی، خو په استازولۍ يې د دې وزارت اول سیاسي رئیس اکبر عظیمي او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر محمد شکېب ګډون کړی.

د طالبانو حکومت د دې غونډې او دغه‌شان په غونډه کې د ښاغلي متقي د نه‌ګډون په اړه څه نه‌وايي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان په رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي، د دې غونډې له پیل مخکې د دغه سازمان او اسلامي پرمختیايي بانک ترمنځ له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه صندوق د پرانیستلو هوکړه وشوه او په عملي مرستو ټینګار وشو.

د تېر ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د دې سازمان په فوق‌العاده غونډه کې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ دغه‌راز پرېکړه شوې وه چې دا سازمان به له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو وجهي صندوق جوړوي او د دې هېواد لپاره به ځانګړی استازی ټاکي.

په هغه درې ورځنۍ ځانګړې غونډه کې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره په بېړه لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG