د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا د مالي صندوق د فعالېدو چارې څه ډول پر مخ ځي؟


د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه
د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه

د اسلامي همکاریو سازمان له‌خوا افغانستان سره د بشري مرستو د مالي صندوق د جوړېدو له پرېکړې، دوه نیمې میاشتې تېرېږي، خو ښکاري هغه ډول چې اړینه ده، د دې صندوق د فعالېدو چارې ښې مخ‌ته نه ځي.

تازه د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت په اسلام‌‌اباد کې پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د مالي صندوق د فعالېدو په اهمیت ټینګار کړی.

دې سازمان په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دا سفر د هغو هڅو د همغږۍ او اغېزمنتیا لپاره کېږي چې د افغانستان په اړه د دې سازمان په ۱۷مه فوق‌العاده غونډه کې یې تړون وشو.

دې قرارداد کې له طالبانو غوښتنه شوې چې په حکومت نورو برخو کې د 'ټولشمولیت ' اصل ته پام وکړي او ښځو ته دې هم برابر حقونه او د ژوند ټولو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.

خو همدا تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، نړیوالې ټولنې ۱۵ کسیزه نوملړ ور سپارلی چې حکومت کې یې شامل کړي، هغه چې د طالبانو په خبره، دوی ته د منلو نه دی.

د اسلامي همکاریو سازمان زیاتوي، طارق علي بخیت د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې د شوې فوق‌العاده غونډې پر مهال د رامنځته شوي خوځښت په ساتلو او د غړو هېوادونو او شریکانو ترمنځ د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.

د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د بې وزله کورنیو شمېر په زیاتېدو دی
د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د بې وزله کورنیو شمېر په زیاتېدو دی

د ښاغلي بخیت له قوله، "دا ډول اقدام به په افغانستان کې له ناورین سره مخ بشري وضعیت په مخنیوي، د زیانمنو خلکو ملاتړ، دوی ته د غوره اقتصادي لید لوري په وړاندې کولو او وروستي هدف ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي. "

د اسلامي همکاریو سازمان د کابل دفتر رئیس سعید العیاش هم د تېرې چهارشنبې په ورځ یعني د مارچ په۴مه خپل ماموریت پیل کړ.

دا سازمان وايي، د کابل دفتر به یې له افغانستان سره د نړیوالو متحدانو بشري مرستې همغږې او په بېلابېلو برخو کې به د افغانانو د ملاتړ لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو د مالي صندوق په فعالیت ټینګار کوي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ولیکل، داسې مهال چې د نړیوالو پام د اوکراین جګړې ته اوښتې ده، خو نړۍ باید افغانستان له پامه و نه غورځوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل وروستي راپور کې ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو په ۳۷۹ولسوالیو کې نږدې ۲۰ میلیون کسانو سره څه ناڅه مرسته کړې او اوس چې ژمی په پای ته رسېدو او پسرلی رانږدې دی، "احتمالاً" د هغې پراخې لوږې مخه اړول شوې چې اندېښنه یې موجوده وه.

XS
SM
MD
LG