د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

ګوترېش: که له افغانستان سره چټکې مرستې ونه شي خلک به ومري او ترهګري به پياوړې شي


انتونیو ګوترېش
انتونیو ګوترېش

انتونیو ګوترېش وايي د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی او د ژغورلو لپاره یې باید ژر تر ژر دغه هېواد ته نغدې پیسې ورسول شي.

ګوترېش بېګا په دې ټوېټري پیغام کې خبرداری ورکړی چې وخت مهمه دی او که چټک اقدام ونه شي خلک به ومري او ناهیلي او ترهګري به پراخه شي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې افغانستان کې ۲۳ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي او په کار ده چې له خلکو سره عاجلې مرستې وشي.

ګوترېش وایي د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی
ګوترېش وایي د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی

ملګري ملتونو له څو اوونیو هره اوونۍ ملیونونه ډالره کابل ته لیږي او هلته یې د افغانستان نړیوال بانک یا اې ای بي له طریقه په خپلو بېلابېلو څانګو وېشي څو له خلکو سره د مرستو په پروګرامونو یې ولګوي.

له دې ډلې یونېسف په ځینو ولایتونو کې د اړینو مرستو او صحي خدماتو سیار ټيمونه او د نغدي پيسو د وېش پروګرامونه پيل کړي دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو اکثرو مرستندویه ادارو خپلې افغانستان څانګې یا وتړلې یا یې له هېواد بهر ولیږدولې.

په دې سره له اړمنو افغانانو سره د مرستو بهېر هم ټکنی شو.

تر یوه اوږده ځنډ وروسته پرون یو وار بیا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما استازولۍ او د اروپايي ټولنې ماموریت په کابل کې د همغږۍ ناسته وکړه.

د بې ځایه شوې کورنۍ غړی مرستې اخلي
د بې ځایه شوې کورنۍ غړی مرستې اخلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال داکتر رامز الاکبروف په خپل ټوېټر لیکلي چې په کابل کې یې د اروپايي ټولنې له استازیو سره موافقه وکړه چې د افغانستان د بشري او اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د اروپايي ټولنې له خوا د تمویلیدونکو پروګرامونو د تطبیق بهېر لا پسې ګړندی کړي.

په کابل کې دې ناستې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاکبروف، د اروپایي ټولنې مرستیال سفیر ارنولت پاول، د خوړو نړیوال پروګرام،روغتیا نړیوال سازمان،یونېسف، یو ان ډي پي، کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ سازمان استازي ورغلي و.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ مرستیال سفیر ارنولټ پاول هم په خپل ټوېټر په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د خپلې لومړنۍ ناستې لنډ جزییات خپاره کړي.

هغه ویلي چې هېواد دننه لومړنۍ ناسته کې د پروژو د تطبیق په وړاندې په پرتو خنډونو او په هېواد کې د مرستو د موثره او دومداره لارې په اړه بحث وشو.

XS
SM
MD
LG