د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

په سيمه‌ييزو لانجو کې د طالبانو ښکېلتیا


د سپين بولدک - چم دروازه، انځور - ارشيف
د سپين بولدک - چم دروازه، انځور - ارشيف

د پاکستان او ایران له سرحدي ځواکونو سره په ځینو لانجو کې د طالبانو د ښکېلتیا مسئلې اندېښنې ولاړې کړي، هغه موضوع چې طالبانو تل د هغې د کم اهمیته ښوولو هڅه کړې ده.

تازه مورد یې د سپین بولدک- چمن ترمنځ د یوه وسله‌وال له خوا د یوه پاکستاني سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کولو موضوع وه، چې له کبله یې پاکستان د یوې اوونۍ لپاره دغه دروازه تړلې وه.

دغه پېښه د نوامبر میاشتې پر ۱۲مه (یکشنبې په ورځ) شوې وه، خو دروازه تر څه باندې یوې اوونۍ وروسته د نوامبر پر ۲۱مه تر خبرو او جوړجاړي وروسته بېرته پرانیستل شوه.

له دې سره جوخت بله لانجه د نوامبر میاشتې پر ۱۸مه، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستاني لوري سره ظاهراً د کرښې دې غاړې ته د پرتو ځمکو پر سر ولاړه شوه، چې تر یوې اوونۍ زیاته موده یې دوام وکړ.

د ازادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال وايي، دغه شخړه د طالب وسله‌والو او د دوپرزیو او بنګښو ترمنځ شوې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په‌کې دخیل وو.

د دوپرزیو او بنګښو مشرانو ویلي، د دوی ځمکې د اغزن سیم تر غزولو وروسته د کرښې دې غاړې ته پاتې دي، چې اوس هلته طالبانو غوښتل پوستې او سړکونه جوړ کړي.

قومي مشر، ملک سید ناصر حسین ازادۍ راډیو ته وویل، دوی چې شا و خوا ۱۵ قبایلي مشران وو په ډنډ پټان کې له ۲۰ ځايي مشرانو سره د دې لانجې د حل لپاره خبرې کړي او پر اوربند موافقه شوې ده.

نوموړی وايي: "د افغانستان مشران دې خپل حکومت ته ووايي او د پاکستان لوری دې خپل پوځ ته ووایي، چې له نورو شخړو لاس واخلي. ډزبندي وشوه. تر شنبې پورې به هغه لارۍ چې له دې ځایه تېرېږي، هېڅ ډول بار به په کې نه وي."

د ډنډ پټان ولسوالۍ
د ډنډ پټان ولسوالۍ

د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو سره هم د ځینو پېښو او ټکرونو راپورونه ورکړل شوي دي، چې تر ټولو جدي یې پر تاجکستان او ازبکستان د افغانستان له خاورې راکټي بریدونه وو. هغه حملې چې مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روان ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې پر ۱۷مه وویل، چې پر تاجکستان او ازبکستان د راکټي بریدونو طراحان په کندوز کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه عملیات د دوی په ټکو د «خوارجو» پر یوه مرکز شوي چې له کبله یې ۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبان زیات وخت د داعش ډلې خراسان څانګې ته د خوارجو اصطلاح کاروي.

پر تاجکستان راکټي حملې د مې میاشتې پر ۷مه شوي، چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې منلی و.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۵مه ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې یې پر خاوره راکټونه لګېدلي یوازې یې د سرحدي ښار ترمز څلور کورونه لږ زیانمن کړي دي. داعش د هغې حملې مسوولیت هم منلی و.

له دې سره جوخت روسي چارواکو د افغانستان په شمال کې د نورو افراطي ډلو ترڅنګ د داعش ډلې د تحرکاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې وه.

غوث جانباز چې په تېر جمهوري نظام کې په مسکو کې د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کړې، وايي د افغانستان له هر ګاونډي سره شخړه د افغانستان په ګټه نه‌ده.

له ګاونډیانو سره هره شخړه د افغانستان په ګټه نه‌ده"

نوموړی وايي: "تر هغو چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت یا د ملي اتحاد حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي، ایجاد نه‌شي، له ګاونډیانو سره هره شخړه د افغانستان په ګټه نه‌ده، که څه هم افغانستان د یوه دولت په توګه، نه د طالبانو د دولت په حیث موجود وي، که افغانستان پر حق هم وي، خو د طالبانو په موجودیت کې ګټورې ځکه نه تمامېږي، چې نړۍ په افغانستان کې اوسنی رژیم په رسمیت نه پېژني. مشروعیت نه ورکوي."

د افغانستان په لوېدیځ کې له ایراني لوري سره هم وخت ناوخت د وسله‌والو شخړو یا هم ځینو ټکرونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو تل هڅه کړې چې دغه ډول شخړې کم اهمیته وښيي.

نيمروز سره پر پوله د طالبانو او ايراني ځواکونو نښته، انځور - ارشيف
نيمروز سره پر پوله د طالبانو او ايراني ځواکونو نښته، انځور - ارشيف

یوه شخړه د جولای میاشتې پر ۳۱مه، په نیمروز کې د طالبانو د وسله‌والو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ وشوه، چې طالبانو په کې د خپل یوه وسله‌وال وژل کېدل تایید کړي وو.

د ایران رسنیو ویلي وو، د دې شخړې علت دا و، چې طالبانو هڅه کوله د ایران په خاوره کې خپل بیرغ ولګوي.

د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه، په اسلام کلا بندر کې وروسته له هغې شخړه وشوه، چې د طالبانو په وینا ایران غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه یو سړک جوړ کړي.

تر دې یوه میاشت مخکې د ایران لوري په همدې سیمه کې د ورته شخړې پر مهال د خپل یوه سرحدي ساتونکي د وژل کېدو موضوع تایید کړې ده.

د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ بله شخړه د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه شوې وه، خو مرګ‌ژوبله یې نه وه اړولې، بلکې ایران اړ شوی و، چې په سیمه کې خپل استحکامات زیات کړي.

په دغو پېښو کې د شخړې د پیل ملامتي ایران پر طالبانو او طالبانو پر ایران اچوله، خو اوس دواړه لوري د دغسې پېښو د مخنیوي لپاره پر سیاسي حل لارو خبرې کوي.

د نوامبر میاشتې پر ۲۲مه، د افغانستان او ایران د ګډ پلاوي غونډه په هرات کې وشوه، چې د ایران ۲۰کسیز پلاوي په کې ګډون کړی و.

د هرات لپاره د طالبانو والي حمید الله متوکل ویلي، دا د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې لومړی وار دی، چې د ایران او افغانستان ګډ پلاوي پر سرحدي او تجارتي مسایلو خبرې کوي.

عبدالغفور لېوال چې په ایران کې یې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې وايي: "زما له نظره دغه ټوله سیمه له یوه پروګرام شوي کړکېچ سره مخامخ ده. له بده مرغه له افغانستان سره د ټولو ګاونډیانو ښکېلتیا یا ښايي په راتلونکي کې پوځي ټکر، د همدې اجنډا شوې برنامې برخه وي، چې زموږ سیمه له ترهګرۍ او داسې جګړو سره مخامخه کړي، چې د لویو قدرتونو د سیالیو یوه برخه به وي. له بده مرغه د نړۍ لوی پوځي او اقتصادي قدرتونه خپلې سیالۍ زموږ په سیمه کې غزوي او له ګاونډیانو سره د افغانستان ټکر د همدغې سیالۍ یوه برخه ده چې له بده مرغه افغانان او یوشمېر نور ولسونه به یې قربانیان وي."

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د پوهنتون استاد، عزت الله پېژاند وايي، د دغسې شخړو یو لوی علت دا دی، چې طالبان یوه جنګي ډله ده، نه یو مشروع حکومت.

نوموړی وايي: "د دغو شخړو د زیاتېدو یو علت دا دی، چې طالبان یوه جنګي ډله ده، نه ډیپلوماتیک اصول پېژني او نه له ډیپلوماتیکو عرفونو سره بلد دي. نو دوی فکر کوي چې هره لانجه او ستونزه باید د توپک په ژبه حل شي. نه یوازې له نورو هېوادونو سره دغه چلند کوي، بلکې له بده مرغه هڅه کوي چې هرڅه په کور دننه هم د توپک په ژبه حل کړي."

دغه ډول شخړې وخت ناوخت د سرحدي دروازو د تړل کېدو سبب کېږي، چې هم د خلکو تګ راتګ اغېزمنوي او هم د تجارتي موټرو جریان ټکنی کوي.

"بدبختانه باید ووایم چې دا مسئله په کراتو- کراتو پېښېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي، خان جان الکوزي ازادۍ راډیو ته ویلي زیات وخت چې له پاکستان یا هم ایران سره ځینې لانجې راځي، ډېر زیان یې سوداګرۍ ته اوړي.

ښاغلی الکوزی وايي: "بدبختانه باید ووایم چې دا مسئله په کراتو- کراتو پېښېږي. هرکله چې یوه امنیتي یا هم سیاسي ملاحظه پیدا شي، دفعتاً یې مستقیم فشار پر اقتصاد راځي او موږ له اقتصادي ستونزو سره مخامخېږو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د ایران او پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوه اړخیزې اړیکې غواړي.

نوموړی وايي: "موږ غواړو له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د متقابل درناوي پر بنسټ یې دا اړیکې تحکیم کړو. دا کار شوی هم دی، د ځینو وړو ستونزو د حل لپاره هم لارې چارې شته."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې ۱۵ میاشتې کېږي، خو تر اوسه یې سرپرست حکومت نه ګاونډیو هېوادونو، نه هم د نړۍ نورو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.

د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د افغانستان ډیپلوماتیک دفترونه او سفارتونه له بې برخلیک حالت سره مخامخ دي او نړۍ هم له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په باب پر ګډ دریځ نه ده سلا شوې.

له سرحدي شخړو او د دغو سرحدي شخړو له بیا تکرار داسې ښکاري، چې د هغوی د حل لپاره لا هم طالبان په سیاسي حل نه دي بریالی شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG