د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نيمروز کې ايران سره پر پوله د طالبانو او ايراني پوله ساتو ترمنځ سخته نښته شوې


د افغانستان او ايران سرحدي کرښه
د افغانستان او ايران سرحدي کرښه

یکشنبه تر ناوخته د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ درنه جګړه شوې چې په‌کې یو طالب وژل شوی او دوه ژوبل دي.

له سیمې د څو ساعتونو لپاره د جګړې د دوام راپورونه خپاره شول او دواړه لوريو یو بل تورن کړل چې جګړې ته لمن وهي.

کنګ ولسوالي له ایران سره پولې ته نږدې پرته ده چې په درویشوک سیمه کې یې طالب او ایراني پوله ساتي د راپورونو په اساس د ماښام تر اوه بجو په جنګ بوخت وو.

طالبانو سیمې ته تازه دمي او اضافي ځواکونه هم استولي دي.

د جګړې له کرښې څو ویډیوګانې په خواله رسنیو باندې لاس په لاس شوې، په یوې کې یې طالب پوله ساتي ښيي چې په ایراني لوري بریدونه کوي او په بله کې بیا د راکټونو د لګېدو شېبې ښکاري.

د جګړې له کرښې یوه سیمه ییز طالب قومندان ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې د جګړې د شدت یادونه وکړه.

هغه وویل نوم یې باید خپور نه شي ځکه له رسنیو سره د غږېدو اجازه نه لري.

نوموړي وويل: "جنګ شروع دی. زورور جنګ دی کمزوری هم نه دی. مجاهدین د نیمروزه هم راځي له غوره هم راځي. سره ګورو به چې خدای څه کوي. ایران هم دا غټ توپونه دا ډي سي توپونه استعمالوي."

د یکشنبې ورځې جګړه کې یو طالب عسکر د ایراني پوله ساتو له خوا وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د نیمروز یوې امنیتي سرچینې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوم د نه اخیستلو په شرط طالب عسکرو ته د مرګ‌ ژوبلې د ور اوښتو خبره تایید کړه.

د نیمروز په کنګ کې جګړه که څه هم ماښام ودرېدله خو د سیمې خلک اندېښمن دي چې وضعیت ترینګلی دی.

د نيمروز په سرحدي کرښه کې تر دې مخکې هم د ايراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي.
د نيمروز په سرحدي کرښه کې تر دې مخکې هم د ايراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي.

سعید د جګړې کرښې ته نږدې استوګن دی او ازادي راډیو ته یې هغه وخت پیغام رالیږلی و چې لا جګړه نه وه درېدلې.

نوموړي خپل پيغام کې ويلي: "ایران ډي سي توپونه کاروي. د طالبانو ځواکونه هم را روان دي. وضعیت په دې سیمه کې ډېر خرابه دی. یو سر جنګ روان دی. د هاوان او توپونو او ۸۲ غږونه ډېر راځي. ایران هم خپله پوله تړلې. دې خوا مسافر ولاړ دي او له هغې خوا هم څوک نه راپریږدي."

عباس هم د کنګ اوسېدونکی دی او وایي چې طالبان باید احتیاط وکړي که نه د سیمې خلک به ډېر زیان وویني.

نوموړی وايي: "د توپونو او ټانک د ډزو غږونه راځي. د شپې لپاره به ښايي وضعیت لا پسې خطرناکه شي. دا طالبان باید له خپل توان سره زور ووهي. ایران خو توپ او ټانک ډېر لري. څلور دانې ډرونه یې چې راپورته کړل هر څه به له خاورو سره برابر کړي."

د طالبانو د سرحدي ځواکونو مشر ابراهیم هېواد رسنیو ته ویلي چې لومړی ډزې ایراني ځواکونو پيل کړې.

هغه تور پورې کړی چې ایران تل په دې کړنو لاس پورې کوي.

اخوا د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین میر احمدي ویلي چې د طالبانو پوله ساتي ځواکونه باید د ده په خبره د سرحدي سیمو په محدودیتونو پوه کړای شي.

د ایران له پوځ سره تړلي تسنیم خبري اژانس یکشنبه ماښام د میر احمدي په حواله ویلي چې د طالبانو ځواکونو په پاروونکو اقداماتو لاس پورې کړ او په ځواب کې یې ایراني پوله ساتي لاس په کار شول.

هغه طالب ځواکونه تورن کړي چې تر جګړې ان یوه ورځ مخکې یې پاروونکي اقدامات پيل کړي وو چې بالاخره یې دې نښتې ته لار هواره کړه.

میر احمدي بیا ویلي چې د ایراني ځواکونو له خوا جګړه کنټرول او درول شوې ده.

ایران او افغانستان ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. دا یو کال تر ټولو زیات کړکېچونه د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو کې رامنځته شوي چې اکثر یې عوامل په کرنیزو ځمکو باندې لانجې، اوبه یا د خلکو قاچاق بلل کېږي.

د ایران او طالبانو پوله ساتي ځواکونه په نیمروز کې داسې وخت سره په نښته اوښتي چې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهایان خبرداری ورکړی و که د ایران د حقابې ستونزه هواره نه شي په ټولو همکاریو به منفي اغېز پرېباسي.

ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د اوبو د لانجې او د کډوالو پر سر د خبرو لپاره یې څو واره پلاوي یو بل ته استولي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG