د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ډنډ پټان کې پر پوله د طالبانو او پاکستاني عسکرو نښته؛ يو پاکستانی عسکر وژل شوی


د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف
د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ډیورنډ سره په کرښه د پرون ورځې په نښته کې تر اوسه د یوه پاکستاني عسکر د وژل کېدو او د ۷ پاکستاني عسکرو په ګډون د ۹ تنو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ لیکي، ټپیانو کې یوه ماشومه او یوه ښځه هم شته.

خو په رسمي توګه د پاکستان د بشري پراختیا وزیر ساجد حسین طوري یوازې د ۷ تنو ټپي کېدل تایید کړي چې د ده په خبره، ۳ یې پوځیان دي.

هغه په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دا نښته کرمه کې د سرحدي ځمکې پر سر له لانجې پیل شوې، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

خو له دې وړاندې ډېر کله په ډیورنډ کرښه له دې امله د دواړو خواوو ترمنځ نښتي شوي چې پاکستاني لوري هڅه کړې چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.

د پاکستان د بشري پراختیا وزیر طالبان تورن کړي، چې خرلچۍ او بوړکي کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي، هغه ادعا چې طالبانو يې په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د طالبانو د ۲۰۲ منصوري قول اردو ویاند محمدیار جواد بیا ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې د نښتې په اړه یوازې دومره ویلي چې دوی یې په اړه څېړني کوي.

ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف
ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند مو هم په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.

خو سیمه کې خلک وايي، پاکستاني لوري د درنو وسلو ډزې کړي او د مرګ‌ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نه‌شته.

اوس هم یوه نیمه ډزه اورېدل کېږي"

د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته د خپل غږ او نوم نه خپرولو په شرط وویل، اوس هم یوه نیمه ډزه اورېدل کېږي، خو د پرون په څېر د درنو وسلو کارول درېدلي او شدیده جګړه نه‌شته.

په ډنډپټان کې له دې وړاندې هم له دې امله نښته شوې وه چې ویل کېدل، پاکستاني پوځیانو غوښتل د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.

ډېورنډ کرښه په یو شمېر ځایونو کې په مشخص ډول نه ده کښل شوې، همدا لامل دی چې د دواړو خواوو ولسونو تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي دي چې د اغزن تار له وجې یې راز راز زیانونه ګاللي دي.

د خرلڅیو یو مشر سید نبي حسین د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي، چې پر پوله په غلط ځای کې اغزن تار لګولو یوې "معمولي غلطي" دوی له "ډېر بد وضعیت" سره مخامخ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د قومونو د استازو تر څنګ دې د پاکستان او افغانستان چارواکي دا مسئله حل کړي.

دا نښته وروسته تر دې کېږي چې تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک ــــ چمن دروازه کې یوه کس په پاکستاني ملېشو برید وکړ، یو پاکستانی عسکر یې ووژاه او دوه نور یې ټپیان کړل.

سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

له هغې تر ننه ورځې دا دروازه د مسافرو او د سوداګرو پر مخ تړلې وه.

خو د سپین بولدک ـ چمن لاره دروازه نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.

په سیمه کې یو مسافر سید احمد چې له دروازې دې لور ته تازه را اوښتی ازادي راډیو ته یې وویل: "مشکل خو دا دی چې پنځه شپږ ورځې په چمن کې پراته وو، بې خرڅه هم شو، اوس لاره پرانستل شوه او موږ هم راغلو."

د سپین بولدک یو بل اوسېدونکي هم د نوم نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي، دا لاره نن سهار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوې ده.

پرون په کندهار کې د بهرنیو اړیکو سرپرست عبدالشکور حقاني هم ویلي و، چې د دوشنبې په ورځ به د سپین بولدک ــــ چمن دروازه خلاصه شي.

پاکستان تورن دی چې په ډول ډول بهانو په ډیورنډ کرښه اوښتونکو افغانانو او تر خوا یې سوداګرو ته ستونزې جوړوي، خو د پاکستان حکومت وايي، دوی د ستونزو د حل په هڅه کې دي.

XS
SM
MD
LG