د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

پاکستاني چارواکو په مشروط ډول د سپين بولدک - چمن لارې خلاصېدو ژمنه کړې


سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف
سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

پاکستاني چارواکو له طالبانو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د سپين بولدک - چمن لار به په مشروط ډول خلاصوي.

چمن – سپین بولدک لار به د ټولو خلکو او ټرانزيټ پر مخ له دوشنبې پرانیستي وي.

دا په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ د مرستیال عبدالحمید زهري ژمنه ده چې پرون یې له طالبانو سره تر ناستې وروسته په یوه بیان کې کړې ده.

چمن – سپين بولدک وروسته له هغه څه باندې یوه اوونۍ مخکې وتړل شو چې د یوه وسله‌وال بریدګر په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د دوستۍ دروازه (چمن سپین بولدک لار) به له دوشنبې ورځې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي."

پاکستاني چارواکو ویلي وو تر هغو دا لار نه خلاصوي چې طالبان دا کس دوی ته ونه سپاري.

زهري ویلي طالبانو ورسره ژمنه کړې چې بریدګر به نیسي او سزا به ورکوي.

نوموړی وايي: "افغان چارواکو د دغو خبرو پر مهال په دې پېښې سخته خواشیني وښوده او دا ډاډ یې څرګند کړ چې مجرم به په هر صورت ژر تر ژر ونیسي او سخته سزا به ورکول کېږي. په بحث کې پرېکړه وشوه چې د دوستۍ دروازه (چمن سپین بولدک لار) به له دوشنبې ورځې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي."

سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف
سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

په کندهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو د ریاست سرپرست ملاعبدالشکور حقاني هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې کړي او ژمنه شوې چې له دوشنبې به دروازه پرانیستل کېږي.

نوموړی وايي: "دروازه خو وعدې یې کړي. که دوی په خپلو وعدو وفا وکړي زموږ خو سل په سلو کې یقین دی. ان شاالله چې پرېکړه په دې شوې چې له دوشنبې ۲۱ تاریخ به دروازه مکمله خلاصیږي. زموږ له‌خوا کوم مشکل نه‌شته که دوی کومه ستونزه پیدا نه‌کړي."

ان شاالله چې پرېکړه په دې شوې چې له دوشنبې ۲۱ تاریخ به دروازه مکمله خلاصیږي."

ملا عبدالشکور دا هم ویلي چې یوه ورځ مخکې د دروازې د خلاصېدو ژمنه شوې وه خو بیا عملي نه‌شوه.

د چمن – سپین بولدک د دروازې د تړل کېدو له امله سلګونه موټر دواړو خواو ته ولاړ پاتې دي.

په بولدک کې افغان سوداګرو اندېښنه ښودلې چې دوی به په میلیونونه ډالره تاوان وویني ځکه اکثر سبزي او تازه مېوې د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ دي.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته بېګا ناوخته په یوه پیغام کې هغه راپورونه بې اساسه وبلل چې ګواکې طالب چارواکو په سپين بولدک کې په پاکستاني عسکرو بریدګر کس پاکستاني ځواکونو ته سپارلی.

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي هم مخکې د رسنیو دا خبرونه ناسم بللي وو.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني بیا ویلي چې، د ده په خبره اوس هغه دور پای ته رسېدلی چې افغانان به لاس تړلي بهرنیانو ته سپارل کېدل.

د ده په خبره خلک به یوازې خپل حکومت ته ځوابګویه وي.

طالبانو تر دې مهال نه‌ده منلې چې په بولدک کې په پاکستاني عسکرو بریدګر د دوی په ډله کې دی، بلکې ویلي و چې د بریدګر د پېژندلو او نیولو هڅې کوي او دا چې د ورته پېښو د تکرار مخه به نیسي.

دا یوازې د چمن – سپين بولدک پوله نه‌ده چې شخړې په‌کې کېږي، هاخوا په جنوب ختیځو پولو له هغې ډلې د پکتیا له ډنډ پټان او د پولې هاخوا کُرمې ايجنسۍ سره له دوو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.

په کُرمه ایجنسي کې پاکستاني چارواکو او د سیمې مشرانو د ازادې اروپا مشال راډيو ته ادعا کړې چې دوه پاکستاني پوله ساتي پوځيان او دوه ماشومان په کُرمه ايجنسۍ کې د یکشنبې ماسپښين مهال د طالبانو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د پولې دېخوا که څه هم د ډنډ پټان خلکو د ځينو کسانو د مرګ‌ژوبلې خبره کړې خو دقیق شمېر یې لا نه‌دی معلوم.

د ډنډ پټان د سرحدي سیمو اوسېدونکي د جګړې له شدت اندېښمن دي.

محمد ناصر چې د ډنډ پټان اوسېدونکی دی له ازادي راډیو سره یې یکشنبه ناوخته د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ. "ډېره شدیده جګړه له دوه نیمو بجو تر دې مهاله روانه ده. مرګ‌ژوبله شته خو د مړو دقیق ارقام نه‌شته. زخمیان هم شته دواړو خواو ته. درنې وسلې لکه هاوان او نور ډزې کېږي له دواړو خواو. خلک له ډېرو مشکلاتو سره دي له لوړپوړو چارواکو مو غوښتنه ده چې د جګړې غم وخوړل شي."

محمد ولي خروټی هم د جګړې سیمې ته نږدې هستوګن دی.

نوموړی وايي: "جګړه د یکشنبې له دوه نیمو بجو روانه ده. د دواړو خواو نه د درنو او سپکو وسلو توپونو ډزې کېږي د خلکو کورونو سره مرمۍ لګیږي. واقعاً خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په ډنډ پټان کې کومه تازه نښته نه‌ده شوې او دوه ورځې مخکې چې کومه جګړه شوې د پلټنو لپاره یې دواړو خواو پلاوی ګمارلی او خبرې کوي.

د راپورونو له مخې جګړه وروسته له هغه پيل شوې وه چې په کرمه کې قومي خلکو له اغزن تار هاخوا له طالبانو سره په لانجه اوښتي وو.

د کرمي لوی قوم بنګښ ادعا لري چې له اغزن تار هاخوا په ډنډ پټان کې د دوی سلګونه جریمه ځمکه پاتې ده چې برخلیک یې لا معلوم نه‌دی.

XS
SM
MD
LG